د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۷

سپایسر د ټرمپ په اړه د بریتانوۍ سنډې ټایمز راپور بېخي غلط وباله


شان سپایسر چې په سپینه ماڼۍ کې به د مطبوعاتي مسؤل په توګه دنده پیلوي د شنبې په ورځ ناوخته د ټویټر له لارې د بریتانوۍ سنډې ټایمز هغه راپور چې وایي، ټرمپ بریتانوي چارواکو ته ویلي چې نیت لري له پوتین سره وګوري رد کړ او هغه‌یې بېخي غلط وباله.

سنډې ټایمز ویلي چې دواړه مشران به دغه کتنه د ایسلند په پلازمېنه ریکجاویک کې ترسره کوي.

د بلومبرګ په ګډون نورو رسنیو هم د ټایمز د راپور په استناد د ټرمپ او پوتین د راتلونکې کتنې په اړه راپورونه خپاره کړي دي.

د ټرمپ یوه همکار چې نوم‌یې نه‎دی ښودل شوی روېټرز ته دا یوه خیالي کیسه یاده کړې او یوه بل‌یې هم ویلي چې دغه راپور غلط دی.

ډونالد ټرمپ به چې د جنورۍ په شلمه د امریکا د ۴۵ ولسمشر په توګه لوړه کوي، په کراتو-کراتو له روسیې سره د اړیکو د ښه کېدو خبره کړې او هم‌یې د پوتین د مشرتابه ستاینه کړې ده.

هغه د جنورۍ په دیارلسمه والسټريټ ژورنال ورځپاڼې ته وویل، دی غواړي لږ تر لږه د یوې مودې لپاره پر روسیې هغه لګول شوي بندیزونه جاري وساتي چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما یې روانه اوونۍ اعلان وکړ.

دغه بندیزونه د امریکا د استخباراتي ادارو د هغو ادعاوو په خاطر چې وایي، روسیې د هک کولو له لارې د امریکا د نومبر د اتمې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې لاسوهنه کړې، لګولي دي.

ټرمپ وویل، که له یو بل سره نېږدې واوسئ او که روسیه په رښتیا له موږ سره مرسته کوي، ولې باید په داسې چا چې ډېر ښه کار سر ته رسوي، بندیزونه ولګول شي.

په داسې حال کې چې ټرمپ ویلي، دی پر بندیزونو د دې لپاره غور کوي چې غواړي له مسکو سره اړیکې ښه کړي، مهمو وزارتونو ته د هغه له‌خوا نومول شویو نوماندانو بیا روانه اوونۍ ویلي چې پر روسیې د بندیزونو د جاري کېدو ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG