د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۷

افغان کرکټ ملي لوبډلې ايرلنډ ته ماته ورکړه


د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د صحرا جام په لومړۍ لوبه کې تېره شپه ايرلنډ ته د پنځو ویکټو او اتو بالونو په توپیر ماته ورکړه.

افغان ټیم د ایرلنډ له‎خوا د ۱۲۵ منډو هدف په ۱۹م اوور کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

د افغان ټیم لپاره په توپ اچونه "بالنګ" کې امیر حمزه، محمد نبي عیسی‌خېل او راشد ارمان دوه دوه ویکټې واخیستې.

په توپ وهنه [بېټنګ] کې هم محمد شهزاد، محمد نبي او نجیب تره‌کي تر ټولو زیاتې منډې وکړې څو وکولای شي د ايرلنډ هدف ترلاسه کړي.

تمه ده افغان ټیم سبا له کوربه متحده عربي اماراتو سره هم مخ شي.

له هغې وروسته به افغان ټیم د جنورۍ په ۱۹مه د ګروپي دور وروستۍ لوبه له نیمیبیا سره وکړي.

د صحرا جام کرکټ شل اوریزې سیالۍ د متحده عربي اماراتو په کوربه‎توب د کرکټ نړیوالې شورا د اتو دوهم درجه هېوادونو تر منځ روانې دي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په ۲۰ اوریزو سیالیو کې په ټوله نړۍ کې نهم مقام لري.

XS
SM
MD
LG