د پولنډ مشرانو دغه هېواد ته د زرګونه امریکایي سرتېرو له ورسېدو هرکلی وکړ.
د پولنډ صدراعظمې بیاتا شیدلو په یوه لویه غونډه کې د دغو سرتېرو د ورسېدو ورځ د خپل هېواد او ټولې اروپا لپاره یوه لویه ورځ وبلله.
اغلې شیدلو وویل:
"دا یوه لویه ورځ ده چې موږ د پولنډ په خاوره کې د امریکایي سرتېرو له راتګه هرکلی وکړو. دا امریکايي سرتېري د نړۍ د تر ټولو ښې، قوي او سترې اردو استازي دي."
د امریکا متحده ایالاتو د پوځ ۳۵۰۰ سرتېري د ناټو پوځیانو د دورهیې ځای پر ځای کېدو په بهیر کې د ختیځې اروپا دغه هېواد ته تللي دي.
اخوا په اروپا کې د امریکا پوځ د قوماندانۍ مرستیال جنرال تیموتی مکګوار هم وویل چې د امریکايي پوځیانو لوا له بېجوړې وړتیاوو او عالي رهبرۍ برخمنه ده.
جنرال مکګوار وویل:
"د جګړې د چمتووالي د خوندیتوب لپاره په ټول پولنډ او هم په ټوله اروپا کې دا سرتېري دقیق او واقعي پوځي تمرینونه او روزنې ترلاسه کوي."
د امریکا متحده ایالاتو د اوکراین پر ضد د روسیې له وروستیو اقداماتو وروسته د سیمهییزو متحدانو د ډاډمنولو لپاره دا شمېر سرتېري پولنډ ته لېږلي دي.
مسکو په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د اوکراین کریمیا ټاپو وزمه په خپله خاوره کې شامله کړه.
دغه کار پولنډ او د ختیځې اروپا ځیني نور هېوادونه په اندېښنه کې اچولي دي.
روسیې د اروپا ختیځ ته د ناټو پوځیانو په ورلېږلو انتقاد کړی دی.
کرملېن "د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ" تېره پنجشنبه پولنډ ته د امریکايي سرتېرو لېږل د روسیې د پولي په اوږدو کې یو یرغلیز"تهاجمي" ګام بللی دی.
له دې مخکې هم بیا روسیې د اټمي سروکې انتقالوونکي راکټونه په کالېننګراد کې ځای پر ځای کړي و.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د روسیې دغه کار د اروپا د امنیت لپاره یو بېثباته کوونکی کار بللی و.
راپور: صفيالله ستانکزی