د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۶

کري: لاهم افغانستان ډېر چېلنجونه سره مخ دی


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د پنټاګون ویاند په افغانستان کې د دې هېواد د پوځي او ملکي هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل چې د دغو هڅو په نتیجه کې د افغانستان اوسني حالات د ډاډ وړ دی.

د بهرنیو چارو وزیر جان کري وایي، که څه هم د افغانستان ملي یووالي حکومت د دې هېواد د راتلونکو پرمختګونو هیلې ژوندی ساتلي خو د دې هېواد په مخ کې ډېر چېلنجونه پراته دي.

جان کري چې د پنجشنبې په ورځ یې په واشنګټن کې په وروستۍ خبري غونډه کې خبرې کولې وویل:

"موږ په افغانستان کې د ملي یووالي د حکومت په جوړولو کې حیاتي رول ولوباوه. دغه حکومت که څه هم له ډېرو چېلنجونو سره مخامخ دی خو په دې اړه چې په راتلونکې کې دا هېواد پرمختګونه وکړي دغه هیلې او فرصتونه یې ژوندي ساتلي دي."

ښاغلي کري شاوخوا دوه نیم کاله مخکې د افغانستان د ملي یووالي د حکومت په رامنځ ته کولو کې مهم رول لوبولی او په یوې سیاسي موافقې سره یې د دې حکومت دواړه مشران ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدلله چې د ولسمشرۍ د لانجمنو انتخاباتو په نتیجه کې یې ډېرې رأيې ګټلې وې، سره یوځای کړل.

کري وویل، موږ ټول په دې پوه یو چې چې کله انتخابات له جدي ستونزو سره مخامخ شول، د دې خطر یې زیات کړی و چې حکومت سره وپاشل شي او ان دا هېواد په کورنۍ جګړه کې ښکیل شي، موږ منځګړیتوب وکړ او ټول لوري مو د ملي یووالي په حکومت کې سره راټول کړل، هغه حکومت چې په افغانستان کې تر اوسه فعال دی او کارونه مخ ته وړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، کله چې بارک اوباما په ۲۰۰۹ میلادي کال د ولسمشر په توګه کار پیل کړ، په افغانستان کې له سل زرو زیات ځواکونه و چې هغه یې شمېر لس زرو ته راکم کړ.

افغانستان اوس ښه روزل شوي وسله‎وال ځواکونه لري چې د وسله‎والو طالبانو او د نورو سخت دریځو ډلو د ګواښونو په وړاندې په بریالیتوب دریدلي دي.

په عین حال کې د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت وایي، په افغانستان کې یې پوځي ماموریت ښه مخ ته ځي او هغه به تر هغو دوام وکړي چې د دې هېواد حکومت او ځواکونه یې وکولای شي په خپله دځان دفاع وکړي.

د دفاع وزارت ویاند پیټرکوک د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، په افغانستان کې د ناتو د غوڅ ملاتړ ماموریت او امریکایي ځواکونو عمومي قومندان امریکایي جنرال جان نیکلسن او د هغه ټیم د افغانستان له حکومت او د دې هېواد له وسله‎والو ځواکونو سره له نېژدې کار کوي او هلته له اوسني وضعیته راضي دي.

د دفاع وزارت ویاند پیټرکوک
د دفاع وزارت ویاند پیټرکوک

ښاغلي کوک زیاته کړه:

"موږ د افغان امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا او په یوازې سرپه جګړو کې د هغوی د وړتیاوو د لوړولو برخو کې چې بالاخره په خپله خپل هېواد امن کړای شي، هغه ملاتړ ته په پام سره چې د ناټو له نورو متحدینو سره یې له دوی سره کوو، په اوس وخت کې د دې هېواد د حالاتو په اړه ښه احساس کوو. موږ په دې هېواد کې پرمختګونه وینو."

د امریکا د دفاع وزارت ویاند وویل، په دې هېواد کې د امریکا بل جلا ماموریت د ترورېزم په وړاندې په مبارزې متمرکز دی او هغه د امریکا لپاره ډېر مهم ځکه دی چې ورسره د متحدو ایالتونو کورنی امنیت ډاډمن کېږي.

ښاغلي کوک له دې ټولو پرمختګونو سره- سره افغانستان یو خطرناکه ځای یاد کړ چې په وینا یې دا هېواد تر اوسه له ډېرو چېلنجونو سره مخامخ دی.

خو د پنټاګون ویاند ټینګار وکړ چې موږ به هغه ملاتړ ته چې په ترڅ کې یې افغان امنیتي ځواکونه پیاوړي کېږي، دوام ورکړو او دا یو حیاتي ماموریت دی.

XS
SM
MD
LG