د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۹ وږی ۱۳۹۶ سیمه ییزوخت ۰۷:۰۶

پوهنې وزارت: د ناامنیو له امله هېواد کې ۱۰۰۵ ښوونځي تړل شوي


د افغانستان د پوهنې وزارت وایي چې دا مهال د نا امنیو له امله یو زرو پنځه ښوونځي په هېواد کې تړل شوي دي.

د دغه وزارت سرپرست او مرستیال اسدالله محقق جهاني نن د مشرانو جرګې په استجوابیه غونډه کې له امنیتي ارګانونو او قومي مشرانو وغوښتل چې د دغو ښوونځیو په بیا پرانیستلو کې جدي هلې ځلې وکړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې د ښوونځيو د سرپنا ستونزې ته هم اشاره وکړه.

ښاغلی جهاني وایي، اوس‌مهال شااوخوا ۴۰ سلنه ښوونځي تعمیر نه‌لري.

XS
SM
MD
LG