د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې دې وزارت پورې اړوند ډېرې ستونزې د بودجې د کموالي له امله دي.
یاد وزارت مني چې د کتابونو، ښوونځيو مسلکي ښوونکو او ظرفیت اړوند ډېرې ستونزې لري، خو پړهیې د حکومت پر تدارکاتي سیسټم اچوي.
د یاد وزارت مرستیال اسدالله محقق جهاني د یکشنبې په ورځ د مشرانو جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل چې د پوهنې وزارت ستونزې یوازې د دغه وزارت اړوند نهدي بلکې ډېرې ستونزې بودجوي اړخ لري.
نوموړي زیاته کړه:
"دا چې موږ د کتاب کمبود لرو دا چې د تعمیر کمبود لرو او یا دا چې مسلکي ښوونکي نهلرو دا منو خو په دې برخه کې موږ څه ناغېړي نهده کړې، ولې موږ بودجوي ستونزې لرو موږ د کتاب، تعمیر او نورو برخو کې د بودجې ستونزې لرو."
ښاغلی محقق وايي چې دا مهال شااوخوا ۴۰ فیصده ښوونځي تعمیرونه نهلري او په ټول هېواد کې بیا څه باندې زر ښوونځي د ناامنیو له امله تړل شوي دي.
هغه وايي چې د کتابونو چاپ، وېش د ښوونکو د ظرفیت لوړول او د اړتیا وړ بستونو ډکول دا مهال د دغه وزارت عمده غوښتنې دي.
د پوهنې وزارت چارواکي داسې مهال د بودجې کموالی او په وخت نهاجرا کول مهمه ستونزه بولي چې د پوهنې وزیر څه موده وړاندې له اویا فیصده څخه د بودجې د کم لګښت له امله د ولسي جرګې لهخوا سلب صلاحیت شو.
په عین حال کې د مشرانو جرګې غړي وايي چې په هېواد کې د پوهنې په برخه کې ستونزې ډېرې شوي او دغه وزارت ځيني مالي ملاتړي له لاسه ورکړي دي.
سناتور محمد افضل شامل وویل:
"د بودجې په اړه مو وویل چې د ماليې وزارت بودجه نهده درکړې له هغې نورې بودجې ورهاخوا تاسې ونهتوانېدلاست چې د امریکا ۱۸ میلیونه ډالره ولګوئ او امریکا خپلې پیسې مستردې کړې، کله چې تاسې توانايي نهلرئ او شکایت هم کوئ نو بیا تاسې د څه لپاره یئ؟"
له دې سره د پوهنې وزارت یو پخوانی چارواکی ناظم ګل وايي چې د پوهنې وزارت چارواکي په دې ډول څرګندونو سره غواړي د خپل بام واورې د بل بام ته واچوي او ځان له ملامتۍ وژغوري.
هغه وايي چې د پوهنې وزارت د چارواکو ناسم مدیریت او ناغېړي په دې وزارت کې د ناخوالو سبب شوی نهبودجوي او نورې ستونزې.
راپور: یوسف خان ځدراڼ