د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۷

اریايي: انتخاباتو کې دې د مدني بنسټونو رول په پام کې ونیول شي


د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، که په راتلونکو انتخاباتو کې د مدني بنسټونو رول له نظره وغورځول شي نو راتلونکی انتخابات به هم د تېرو انتخاباتو په څېر له ستونزو او ناکامۍ سره مخ شي.

د دغه کمېسیون مسؤلینو د چهارشنبې په ورځ د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون او مدني بنسټونو تر منځ د همغږۍ په لومړۍ غونډه کې وویل، د انتخاباتي چارو د ښه‌والي لپاره د مدني بنسټونو نظرونه او وړاندیزونه دوی ته لومړیتوب لري.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون رئیس عبدالعزیز اريايي وویل، په دې برخه کې له مدني بنسټونو سره مشورې د راتلونکو انتخاباتو د شفافیت لپاره ډېر مهم او ګټور دي.

نوموړي وویل:

"د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د يوه اساسي بنسټ په توګه په انتخاباتو کې د شفافیت او عدالت د ټینګښت په برخه کې د مدني بنسټونو په رول باور لري او د انتخاباتو د پروسې په ښه‌والي کې د مدني بنسټونو مشورې او وړاندیزونه مهم دي."

د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون مسؤلینو همدارنګه وویل، دا چې په تېرو انتخاباتو کې په انتخاباتي کمېسیونونو باندې د خلکو باور د بېلابېلو لاملونو له امله کم شوی، نو د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د مدني بنسټونو په مرسته کولای شي چې په دې کمېسیونونو د خلکو اعتماد بېرته ډېر کړي.

په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د ولسمشریزو انتخاباتو له ترسره کولو وروسته د دغو انتخاباتو د شفافیت پر سر ډېرې ناندرۍ رامنځته شوې خو د ملي يووالي حکومت له رامنځته کېدو سره د دې حکومت مشرانو د انتخاباتي نظام د اصلاح لپاره ژمنه وکړه.

د دوی له ژمنې سره سم غوراوي کمېټې له خپل کار وروسته د انتخاباتي کمېسیونونو د کمېشنرانو لېست ولسمشر ته وسپاره چې ولسمشر بیا له دغې ډلې اووه تنه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او پنځه تنه د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون لپاره غوره کړل.

بل پلو د انتخاباتو څخه د څار بنسټونو يو شمېر استازي هم دغه ډول ناستې د راتلونکو انتخاباتو د ښه‌والي او شفافیت لپاره ګټور ګڼي.

د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ يا ټيفا غړي صغرا سعادت د انتخاباتي شکایتونو له کمېسیونه وغوښتل چې د انتخاباتو په تړاو په ټولو ناستو کې د دوی نظرونو او وړاندیزونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

ښاغلی سعادت وايي:

"دا په پرېکړو کې د مدني بنسټونو ګډون دی او هیله لرم چې دا ځل د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي، زموږه توقع دا ده چې موږ په ډېرو ناستو کې ګډون ولرو ترڅو خپل وړاندیزونه ولرو او که چېرې زموږ وړاندیزونه نه‌منل کېږي نو موږ ته دلایل وړاندې شي چې زموږ وړاندیزونه ولې نه‌منل کېږي."

د مدني بنسټونو استازو د انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمېسیون څخه همدارنګه وغوښتل چې د مدني بنسټونو او د دغه کمېسیونونو تر منځ د همکارۍ يو تړون دې هم لاسلیک شي چې له مخې يې دوی وتوانېږي چې خپل مسؤلیتونه په سمه توګه ترسره کړي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG