د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۷ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۴۲

افغانستان له اماراتو د کرکټ درېيمه مسابقه هم وګټله


د کرکټ ملي ټيم له متحده عرب اماراتو څخه د کرکټ درېيمه شل اووره نړيواله مسابقه هم نن وګټله.

ټاس افغانستان وګاټه او د بېټنګ کولو پرېکړه يې وکړه. د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره يې په ٢٠ اوورنو کې ١٨٩ منډې وکړې.

د متحده عرب اماراتو ټيم ونه توانېد د ١٩٠ منډو ورکړل شوى هدف پوره کړي.

په شلو اوورونو کې يې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو سره يوازې يو سل او پنځه څلوېښت منډې وکړې او مسابقه يې د ٤٤ منډو په توپير وبايلله.

د کرکټ بورډ مطبوعاتي مسوول او وياند فريد هوتک شېبه مخکې ازادۍ راډيو ته وويل:

”افغانستان پخوا متحده عرب اماراتو ته په اسانۍ ماتې نه شواى ورکولاى، خو تاسې ګورئ چې اوس مو درې وارې په پرلپسې ډول ماتې ورکړه. د کرکټ ملي لوبډله سبا دوشنبه هېواد ته راستنېږي“

په همدې حال کې د افغانستان د کرکټ د ١٩ کلنو ټيم د ايشياکپ سياليو په لړ کې د سينګاپور په وړاندې يوه تاريخي بريا ترلاسه کړه.

افغان لوبډلې د يوه لوبغاړي په سوځېدو سره نننۍ پنځوس اووره مسابقه په ٤ اوورنو کې د دوه سوه پنځه اويا توپونو په توپير وګټله.

XS
SM
MD
LG