د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

کامه‎وال: شخصي پوهنتونونه دې درسي کیفیت له دولتي هغو لوړ کړي


د افغانستان د لوړو زده‎کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده‎کړو د عالي موسسو له مسؤلینو غواړي چې د خپلو تحصیلي مرکزونو درسي کیفیت لوړ کړي.

د دې وزارت د عمومي تعلیماتو رئيس محمد امیر کامه‎وال د شنبې په ورځ د خصوصي پوهنتونونو د مالي تمویل په یو ګردي میز کې وویل، ځینو خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده‎کړو عالي موسسو کې درسي کیفیت ټیټ دی.

ښاغلي کامه‎وال ټینګار وکړ چې شخصي پوهنتونونه باید هڅه وکړي چې درسي کیفیت یې له دولتي پوهنتونونو څخه پورته شي.

نوموړی وايي:

"زموږ هڅه باید دا وي، څرنګه چې موږ کمیت ته پام کړی همدا راز د خصوصي پوهنتونونو د ټولنې او د دې پوهنتونونو د رئیسانو په مرسته، کیفیت ته هم پام وکړو."

د ښاغلي کامه‎وال په خبره که ملي او نړیوالې موسسې او پانګه‎وال له خصوصي پوهنتونونو سره مرسته وکړي، دوی کولای شي چې لږه موده کې خپل درسي کیفیت لوړ کړي.

د لوړو زده‎کړو وزارت د معلوماتو له مخې د امریکا د متحدو ایالاتو نړیواله پراختیايي اداره "یو.اېس.ای.ډي" په پام کې لري چې له مختلفو لارو څخه خصوصي پوهنتونونو ته د پورونو او دوی ته د مالي سرچینو د برابرولو زمینې برابرې کړي.

"یو.اېس.ای.ډي" په پام کې لري چې له مختلفو لارو څخه خصوصي پوهنتونونو ته دد پورونو او دوی ته د مالي سرچینو د برابرولو زمینې برابرې کړي.
"یو.اېس.ای.ډي" په پام کې لري چې له مختلفو لارو څخه خصوصي پوهنتونونو ته دد پورونو او دوی ته د مالي سرچینو د برابرولو زمینې برابرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ځینو خصوصي پوهنتونونو محصلین د دې پوهنتونونو د درسونو له کیفیته شکایت کوي.

عبدالولي او رحیم په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"خصوصي پوهنتونونو کې سم درس نه ورکول کېږي. کومو پوهنتونونو کې چې درس نشته باید وتړل شي او ښو پوهنتونونو ته توجه وشي.

- ځینې شته چې هدف یې یوازې پیسې اخېستل دي."

دا شکایتونه په داسې حال کې کېږي چې د یو شمېر خصوصي پوهنتونونو رئيسان هم دغه ستونزه تائیدوي او وايي چې د لوړو زده‎کړو وزارت باید د دغو پوهنتونونو چارې په جدي توګه وڅاري.

د اشنا د خصوصي پوهنتون رئیس ساجدالله شیرزي ازادي راډیو ته وویل:

"د کیفیت برخه کې باید فکر وشي او پورته شي. د لوړو زده‎کړو وزات څخه هیله کوم چې دوی باید پوهنتونونو کې ارزونې ډېرې او صادقانه کړي، څو په کیفیت فکر وکړو. خو له بده مرغه ځیني دوستان دي چې ستونزې لري او باید کنټرول شي."

د لوړو زده‎کړو وزارت وايي، اوس‎مهال په هېواد کې ۱۲۸ خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده‎کړو عالي موسسې فعالې دي.

د اشنا د خصوصي پوهنتون رئيس وايي، که د لوړو زده‎کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو په ارزونه کې جدي عمل وکړي، کیفیت به یې لوړ شي.

XS
SM
MD
LG