د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۰

کرېسټیانو رونالډو د څلورم ځل لپاره د سرو زرو توپ وګاټه


کرېسټیانو رونالډو د څلورم ځل لپاره د فوټبال نړۍ تر ټولو غوره جایزه د سرو زرو توپ وګاټه.

هغه ته په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د پرتګال په ملي ټیم او د هسپانیې په ریال مادرید کلب کې د ښې لوبې په خاطر دا جایزه پرون شپه په فرانسې کې ورکړل شوه.

۳۱ کلن رونالډو د طلا د توپ د ترلاسه کولو پر مهال د پرتګال او ریال مادرید په ټیمونو کې له خپلو ملګرو او مینه‌والو مننه وکړه او ویې‌ویل چې ډېره زیاته لېوالتیا یې درلوده څو دا جایزه ترلاسه کړي.

نوموړي وویل:

"زما لپاره ډېر د ویاړ ځای دی چې د څلورم ځل لپاره مې د طلا توپ تر لاسه کړ. احساسات مې همغسې دي لکه څنګه مې چې په لومړي وار دا جایزه ګټلې وه. هېڅکله مې فکر نه‌و کړی چې د طلا توپ به څلور ځله ګټم. زه ډېر خوښ یم."

رونالډو درې وارې مخکې هم د طلا توپ ګټلی.

۲۰۰۸، ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ هغه کلونه دي چې کرېسټیانو رونالډو په ټوله نړۍ کې د غوره فوټبالر جایزه د طلا توپ ګټلی دی.

د ۲۰۱۶ کال د طلا توپ د فرانسې ټایمز مجلې رونالدو ته تسلیم کړ.

له پنځو کلونو را په دې‌خوا به دا جایزه د فوټبال نړیوال فدراسیون له‌خوا ورکول کېده خو دا ځل ټایمز مجلې دا امتیاز بېرته خپل کړ چې له دې وروسته به د کال د غوره فوټبالر تر ټولو معتبره جایزه د طلا توپ په خپله ګټونکي ته ورتسلیموي.

کرېسټیانو رونالډو د دې جایزې د ترلاسه کولو لپاره د نړۍ تر ټولو غوره فوټبالران له هغې ډلې، لیونل مسي، انټوني ګرېزمن، لووییز سواریز او نیمار مات کړل.

په دې ډله کې مسي پنځه وارې د طلا توپ ګټلی او رونالډو لا هم د طلا یو توپ کم لري چې وکولای شي د خپل سرسخته سیال دغه ریکارډ ته ورسېږي.

کرېسټیانو رونالډو ته دا جایزه د دې لپاره ورکړل شوه چې خپلو دواړو ټیمونو ته‌یې اتلولۍ ور په برخه کړې.

هغه په ۲۰۱۶ کال کې د پرتګال او ریال مادرید لپاره په ۵۴ لوبو کې ۵۱ ګولونه وهلي دي.

که څه هم په ریال مادرید کې نور ستوري لوبغاړي هم شته خو ګټونکي ګولونه تر ډېره رونالډو وهلي او په پرتګال کې خو بیا ډېره تکیه په کپټان رونالډو ده.

د ریال مادرید ټیم سږ کال د اتلتیکو په ماتولو سره د یوولسم ځل لپاره د اروپايي جام اتلولي خپله کړه.

تر هغې مخکې رونالډو د پرتګال ټیم په اتلولي کې لوی رول لوبولی و.

پرتګال د ټولې اروپا د فوټبال په سیالیو کې سږ کال په پایلوبه کې فرانسې ته په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ لومړنی جام کور ته یووړ.

په دغو ټولو بریاوو کې د رونالډو رول کلیدي بلل کېږي او لا هم له دغه ستوري د ډېرو لوبو تمې کېږي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG