د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

د دوو یتیمو ماشومانو متضاد فکرونه به دوی له کوم برخلیک سره مخ کړي؟


ابراهیم او اتل هغه دوه ماشومان دي چې تېر کال یې داعش ډلې په ننګرهار کې پلرونه په ماینونو والوځول اوس دوی دواړه په متفاوتو نظرونو سره د کابل په روزنتونونو کې ژوند کوي.

ابراهیم د انتقام اخیستلو فکر نه لری، هغه د دې پر ځای چې وسلې ته لاس کړي درس لوستل خوښوي نوموړی غواړي په راتلونکې کې انجنیر او یا هم ښوونکی شي.

دوی لا هم د ماشومتوب په خیالونو کې و چې جګړې یې د ژوند تر ټولو لویه تکیه ورڅخه واخیسته.

ابراهیم هغه ماشوم دی چې د سبق ویلو لپاره یې نوې تیاري نیوله، خو په وروستیو کې یې سپین ږیري پلار د داعش لخوا د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې پر ماین کېنول شو چې ټوټي ټوټي یې کړ.

نوموړی د پلار تر مرګ وروسته د کور مشر دی، خو هغه اوس د مور، ورور او دوو وړو خویندو نه لېرې په کابل کې په یوه روزنتون کې ژوند کوي.

دغه ماشوم د پلار د انتقام پر ځای پر دې فکر کوي چې یو انجنیر یا ښوونکي شي:

ابراهیم غواړي: معلم شي.
ابراهیم غواړي: معلم شي.

"زما پلار څه بد کړي وه څه یې کړي و، خلکو ورته ویل چې هېڅ بد یې نه دي کړي، هغه ظالمان و د ظالمانو لاس ته ورغي و ویې واژه، زده کړې کوم چې یا انجنیر یا ښوونکی یو شی شم او زه به هم په راتلونکې کې زما په څېر نورو یتمانو ته ښوونکی نیسم چې زده‌کړې وکړي."

اتل بل هغه ماشوم دی چې لا اتلس کلن شوی نه دی، د ده سپین ږيری پلار هم داعش په ننګرهار کې په بمونو والوځاوه.

اتل هم د کابل په یوه یتیم خانه کې د ابراهیم سره یو ځای ژوند کوي.

د ابراهیم د نظر خلاف اتل بیا د خپل پلار د انتقام اخیستلو فکر په کې دی او وايي چې لومړی به لیک لوست وکړي او بیا د افغان ملي پوځ په لیکو کې د وسله والو مخالفینو په ځانکړي ډول د داعش پر وړاندې مبارزه وکړي.

اتل: زما پلار يې وژلی.
اتل: زما پلار يې وژلی.

نوموړي زیاته کړه:

"زما پلار يې په دې تور وژلی چې داعش ویل دی په قوم کې پاڅون کړی، ټوپک یې اخیستي او موږ باندې ډزې کړي دي، زه به له زده کړو وروسته ملي اردو ته ځم خپلې کورنۍ ته به یو څه راوړم او خپله کورنۍ به ساتمه."

په کابل کې د اسرا په نوم د خصوصی روزنتون مسؤل چې دا ماشومان په کې ساتل کېږي مجیب الرحمان لحاظ د ابراهیم او اتل تر څنګ د اتلو نورو یتمانو ساتنه هم په غاړه لري.

ښاغلی لحاظ وايي، په ننګرهار کې د داعش ظلم او زور د دغه ماشومانو پر روحیې ډېر ناوړه اغېر کړي دی.

نوموړي زیاته کړه:

"تر ډېره چې دوی په کوم ماحول کې پراته و، هغه چاپېریال په هغه ډول و چې هغه ټول د ټوپک او تشدد یو ماحول و، نو په همدې اساس دوی یو منفي روان درلود او بل د دوی په ذهنونو کې پرته له انتقامه بل څه نه وه."

په افغانستان کې نا امنیو د ابراهیم او اتل په څېر په زرګونه ماشومان بې پلاره، بې موره او بې سرپرسته کړي او له نا معلوم برخلیک سره یې مخ کړي دي.

راپور:ابراهیم صافی

XS
SM
MD
LG