د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۷

ابراهیمي: قسم خوړلي دښمنان هڅه کوي څو افغانانو کې تفرقه واچوي


د افغانستان د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي​ وايي چې د هېواد دښمنان له بېلابېلو لارو هڅه کوي چې افغانان په خپلو کې په جنګ واچوي او تر منځ یې رنګارنګ تعصبونه موجود وي.

عبدالروف ابراهیمي چې د دوشنبې په ورځ یې د ملي شورا له خوا د میلاد نبي یا د اسلام د ستر پیغمبرحضرت محمد "ﷺ" د زوکړې د ورځې په مناسبت جوړو شوېو مراسمو ته خبرې کولې او له افغانانو یې وغوښتل چې د داشان دسیسو پر وړاندې هوښیار وي.

ښاغلي ابراهیمي زیاته کړه:

"موږ د هېواد د تاریخ په حساسو شرایطو کې یو، په داسې شرایطو کې چې د افغانستان د خلکو او اسلام قسم خوړلي دښمنان زموږ ژوند د ستونزمن کېدو برخه کې د هېڅ ډول دسیسو او تؤطیو څخه نه تېرېږي، دښمن غواړي په قومي، لساني او نيژادي برخو کې د تفرقو اچولو له لارې موږ ټوټې ټوټې کړي او زموږ د یووالي مخه ونیسي."

ښاغلي ابراهیمې دې غونډې ته وویل چې مسلمانان باید د پیغمبر حضرت محمد "ﷺ" لاره تعیب کړي او افغانان هم باید په عمل کې وښيي چې هېڅ ډول قومي او ژبني اختلافات نه مني.

ښاغلي ابراهیمي مشخص ونه ویل چې دا دښمنان څوک او د چا ملاتړ له ځانه سره لري او د کوم مقصد لپاره غواړي د افغانانو تر منځ بېلابېلو اختلافونو ته لمن وهي.

خو دا هغه مسئله ده چې له دې وړاندې د ولسمشر غني په شمول بېلابېلو حکومتي او دولتي چارواکو ورته اشاره کړې ده.

تېره میاشت کابل کې د باقر العلوم په جومات له حملې وروسته د افغانستان ملي امنیت ریاست هم وویل چې د افغانستان قسم خوړلي دښمنان د بهرنیو په مرسته ان د مذهبونو تر منځ د تفرقې اچولو په لټه کې دي.

خو دا دښمنان څوک دي او ولې غواړي د افغانانو تر منځ تفرقه راولي؟

افغان کارپوه داود مایار وايي، دا د سیمې د ځينو هېوادونو دسیسي دي او دوی له همدې لارې په افغانستان کې خپلو هدفونو ته رسېدل غواړي.

ښاغلي مایار زیاته کړه:

"د سیمې د استخباراتو په تېره بیا د پاکستان د استخباراتو له لوري دې مسایلو ته لمن وهل کېږي، دوی تل هڅه کړي چې ان مذهبي مراسمو کې تخریبي اعمال تر سره کړي څو د افغانانو تر منځ مذهبي تضاد رامنځته کړي، یعنې هره هڅه چې د افغانانو تر منځ د بې اتفاقی سبب کېږي د افغانستان د بهرنیو دښمنانو کار دی."

که څه هم په ملي شورا او دغه شان په حکومت کې د ننه د خپل منځي بې اتفاقیو اچولو په اړه اندیښنې موجودې دي چې د دوی په باور د هېواد راتلونکی ګواښي خو شنونکی ښاغلی مایار بیا وايي چې افغانان دا وخت له فکري اړخه ښه شوي دي.

هغه وايي، دا مهال ډيری افغانان په یووالي او ورورلۍ عقیده لري او هڅه کوي چې یو شمېر غولول شوي کسان هم سمې لارې ته راوبولي.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG