د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۹

لس کلنه ربابه څنګه د ۸۰ کلن سړي د هوس ښکار شوه؟


افغانستان په تېر يوه کال کې د بشري حقونو له پلوه د ګڼو ناوړو پېښو شاهد و، خو په دغه راپور کې چې د يوې لس کلنې ناوې د ژوند کیسه ده، ښايي دا په تېر يوه کال کې تر ټولو دردونکې پېښه وي.

ربابه! هغه لس کلنه مېرمن ده چې د ژوند ناخوالو يې له لاسونو د لوبو سامانونه اخیستي، ربابه له يوې بې وزلې کورنۍ څخه ده او سپین ږیری پلار یې په ناروغۍ اخته دی.

له همدغه سپین ږیري سره يوځای د ربابې لیدو ته ورغللو، هغه مو په يوه توره څمڅه کې پیدا کړه، د ژوند نا دودو يې په ژوند تور څادر خپور کړی.

هغې شپږ میاشتې د يوه اتیا کلن سړي سره د مېرمنې په توګه تېرې کړي.

خو د دې ماشومې د ژوند ترخه کیسه د دې، په سترګو کې له ورایه ښکاري.

د ربابې پلار یې په اړه وویل:

د ربابې پلار: لور مې ښه نه ده.
د ربابې پلار: لور مې ښه نه ده.

"لور مې ښه نه ده، ډاکټر ته مو بوتله هغه هم وویل چې ښه نه ده، لور مې ځکه ماشوم نه لري چې هغه تراوسه پخپله ماشومه ده."

د ربابې پلار په يوه کرايي کور کې اوسېږي او دغه لس کلنې ناوې اتیا کلن خاوند د دغه کور په څو قدمۍ کې ژوند کوي.

دغه سړی سید محمد نومېږي، د ربابې د پلار په خبره تېر کال په دشت برچې کې د محلي شورا غړی و:

"وايي په دفاع وزارت کې اړېکې لرم او د هېڅ چا زور په ما نه رسېږي، تېر کال په دشت برچي کې د محلي شورا رئیس ؤ، راته وايي که چېرې دولت کې شکایت وکړې، په يوې مرمۍ تا او لور دې دواړه وژنم."

دغې لس کلنې ماشومې څو میاشتې په زېر زمینۍ کې تېرې کړي او بنې یې هغه څو ځلې مجبوره کړې ترڅو بد لمني وکړي او له دې لارې د ډوډۍ پیسې پيدا کړي.

نوموړې زیاته کړه:

"مجبوره وم،که مې د دوی په خبرو عمل نه وای کړای نو ټولو وهل ټکول راته راکول، بنې مې راته ویل چې هره شپه باید زر روپۍ راوړې ترڅو د ډوډۍ پیسې بچت شي، خو ما دغه کار نه کاوه،زه يې څلور وارې ووهلم."

د ربابې پلار وايي، کله به چې د خپل لور لیدو تلم، نو دغه سړي به راته ویل چې لور دې د يوه ځوان هلک سره چې ویل کېږي د ربابې د خاوند د تره ځوی دی پاکستان ته تښتېدلې او پلار ته یې يو لک افغانۍ لېږلي، خو د ربابې پلار وايي له دغه سړي څخه يې د بشري حقونو بنسټونو ته شکایت کړی.

نوموړي زیاته کړه:

"راته يې ویل چې لور دې نشته پاکستان ته يې وړې، ماته یې ویل چې تاته يو لک اتیا زره روپۍ درکوم، وروسته يې بیا دغه پیسې هم رانه کړې، ما هم وویل چې زه لور مې مړه شوې، ځکه څوک مې نه لرل چې پسې ګرځېدلې واي، زه پخپله ناورغ یم مزدوري کووم، مور یې ژوندۍ نه ده بله ښځه مې وکړه چې د دوی ساتنه وکړي هغه هم ګونګۍ ده او عصبي تکلیف لري، کله چې هلته ورتلم د مرګ ګواښ یې راته کاوه."

ربابه وروسته له څو میاشتو په تېښته بریالۍ کېږي، دغې ماشومې چې په لس کلنۍ کې یې د ژوند ډېرې ترخې لېدلې، د خپل ژوند کیسه له اوښکو په ډکو سترګو پېلوي او له ولسمشره غواړي چې خاوند ته يې سزا ورکړي:

"يوه ورځ چې هغوی نه و د کور دروازه مې خلاصه کړه او وتښتېدم او خپل کورته راغلم،د باندې يې نه پرېښودم، په يوه زېر زمیني کې يې بندي کړې وم، زما سره مرسته وکړئ! غواړم چې زما د سترګو په وړاندې يې يو څوک ووژني."

ربابه ښايي لومړۍ ماشومه نه وي چې په کم عمر کې يې د ژوند دومرې ترخې لېدلي، ربابې ته د کورنۍ له غړو لرې د امن په کور کې له لسګونو نورو مېرمنو سره اوسېدل هم ښايي له هغې تورې څمڅې کمې نه وې.

هغه څه چې د ربابې پلار وايي:

"څوک مې نه لرل، څه به مې کړي وای؟ نه ورور لري او هم بل څوک، له مجبورۍ نه حقوق بشر ته لاړم هغوی هم راغلل او د امن کور ته يې بوتله."

په ټوله کې دغه بې وزله کورنۍ ډېرې ترخې کیسې لري.

ربابه له مجبورۍ څخه د خپل ژوند دا سختې شپې ورځې د خپل ناروغ پلار او مور سره په يوه توره څمڅه کې تېروي.

د دغې ماشومې پلار وايي، يو شمېر خلک يې د کور د دروازې خولې ته راځي او ورته د ربابې د وژلو ګواښ کوي.

د ربابې پلار له ولسمشره د عدالت غوښتونکی دی.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG