د ننګرهار د ملي امنيت چارواکي وايي، د جلالاباد په ښار کې هغه درې تنه بریدګر چې د هند پر قونسلګرۍ يې د برید پلان درلود نیولي دي.
د ملي امنیت رئيس جنرال داد محمد حریفي د سې شنبې په ورځ په ننګرهار کې خبري ناسته کې رسنیو ته وويل چې د تېرې یوې اوونۍ په موده کې دوی یوولس تنه د دولت وسلهوال مخالفين نيولي چې څلور تنهيې د داعش وسلهوالې ډلې او پاتې نور يې د امارت ډلې پورې تړاو لري.
نوموړي وويل په نیول شویو کسانو کې هغه څلور تنه هم شامل دي چې درې تنو يې د هند پر قونسلګرۍ د برید پلان درلود او يو بل تن د جلالاباد ښار د وروستيو خونړیو پېښو عامل دی.
نوموړي زیاته کړه:
"په دې کې درې تنه د داعش د ډلې چې دوی غوښتل د هند پر قونسلګرۍ برید ترسره کړي نیولي مو دي او یو تن د فریدون په نوم نيول شوی چې تاسې خبر یاست څه موده وړاندې د جلالاباد په ښار کې یو سلسله چاودنې وشوې چې یو تعداد زموږ بېګناه خلکو ته تلفات واوښتل دې نيول شوي کس په دې چاودنو کې لاس درلود."
نوموړی وايي، تېره ورځ د دوی ځواکونو د وسلو څخه بار هغه موټر هم نیولی چې شااوخوا سل ميله وسلهيې پهکې کابل ته انتقالوله.
دا چې دا وسلهيې د کوم پلان د تطبیق په موخه انتقالوله حریفي وايي، د نیول شویو کسانو څخه لا تحقیق نهدی بشپړ شوی.
ښاغلی حریفي زیاتوي:
"دغه قضيه چې موږ اطلاعات درلودل چې دوی وسله کابل ته لېږدوله دا پرون نیول شوې د تحقیق پروسه نهده تکميل شوې خو دا وسله پرون له ډکې نه موټر کې بار شوې وه چې زموږ د کسانو لهخوا ونیول شوه."
د ملي امنیت مسؤلین وايي، دوی د ښار په څلورو دروازو کې د نورو امنيتي ځواکونو سره په ګډه پلټنې پراخې کړي او هېڅ چاته به اجازه ورنهکړي چې د جلالاباد په ښار او یا هم په ولسواليو کې د دولت ضد تخریبي اعمال ترسره کړي.
راپور: شاه محمود شینواری