د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۴۷

د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي ستراتیژي جوړه شوه


د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره‌يې یوه نوې ملي ستراتيژي جوړه کړې ده.

یاد وزارت وایي، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د ملي ستراتیژۍ په عملي کېدو سره به ښځې په يوه خوندي چاپېریال کې ژوند وکړي.

د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري چې د ولسي جرګې له‌خوا سلب صلاحیت شوې هم ده د دوشنبې په ورځ په کابل کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي ستراتیژۍ د معرفي کولو پر مهال وویل، که څه هم یاد وزارت د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې ډېرې هڅې کړي، خو اوس هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ښځې او نجونې له تاوتریخوالي سره مخ دي.

دلبر نظري زیاته کړه چې د نوې ستراتیژۍ په پلې کېدو سره به تر ډېره د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي مخه ونیول شي.

نظري: د دغه پلان په پلي کېدو سره به د ښځو په ژوند کې عدالت رامنځته شي.
نظري: د دغه پلان په پلي کېدو سره به د ښځو په ژوند کې عدالت رامنځته شي.

نوموړې زیاته کړه:

"له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي د ستراتیژۍ د ملي پلان طرحې او تصویب ته ځکه اړتیا ده چې د دغه پلان په پلي کېدو سره به د ښځو په ژوند کې عدالت رامنځته شي او د کورني تاوتریخوالي زیانمنو شویو ښځو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي."

اغلې نظري زیاته کړه چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي ملي ستراتیژۍ د پلي کولو لپاره د دولت او نړیوالو ټولنو ملاتړ ته اړتیا ده.

د ښځو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په روان کال کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۳۴۰۰ پېښې ثبت شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو د سازمان د وګړو صندوق وویل چې په افغانستان کې ۸۰ سلنه ښځې په یو ډول نه یو ډول له تاوتریخوالي سره مخ دي.

د دغه بنسټ استازي ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره باید عملي ګامونه واخیستل شي.

د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د دغې ملي ستراتیژۍ پلي کېدل په هېواد کې د ښځو د وضعیت په ښه‌والي کې مهم وبلل.

دانش: دا یو ښه اقدام دی
دانش: دا یو ښه اقدام دی

نومړي زیاته کړه:

"له شکه پرته له ټولو ځانګړتیاو سره د دغه ستراتیژۍ پلي کېدل به د ښځو د حقونو د خونديتوب، د عدالت د ټينګښټ او د تاریخي محرومیتونو څخه د ژغورنې په برخه کې مهم اقدام وي."

په ورته وخت کې یو شمېر ښځينه فعالانې بیا په دې باور دي چې د دغه ډول ستراتیژیو جوړول د ښځو په ژوند کې خاص اغېز نه‌شي لرلی.

د دغو فعالانو له ډلې څخه مریم حسیني ازادي راډیو ته وویل:

"زه فکر کوم چې د ښځو چارو وزارت دغه ستراتیژي به یوازې شل یا پنځه ویشت سلنه بریالۍ وي او پنځه اتیا سلنه ناکامه ده."

اغلې حسیني زیاته کړه تر هغې چې د ښځو چارو وزات د ښځو په وړاندې د خلکو او ټولنې د ذهنیت جوړونې لپاره کار ونه‌کړي د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي مخینوی شونی نه‌دی.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG