د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۸

درانی: د کندهار نېش جګړه د طالبانو په ماتولو پای ته ورسېده


د کندهار په نېش ولسوالۍ کي د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ تر څلوروورځو مخامخ نښتو وروسته تېره شپه جګړه پای ته رسېدلې.

چارواکي وايي چې په دغه جګړه کې ۲۳ ملکیان څلور پولیس او ۲۹ وسله وال وژل شوي دي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا دراني ازادي راډیو ته وویل چې پر نېش ولسوالۍ د وسله والو طالبانو حمله تېره شپه وروسته له هغه پای ته ورسېده کله چې سیمې ته د افغان کومانډو ځواکونو سل کسیزه قطعه ورسېدل او د ځمکې او هوا له لارې يې پر وسله والو طالبانو بریدونه پیل کړه.

درانی زیاتوي چې په دغه جګړه کې د وسله والو طالبانو په مخامخ نښتو کې څلور پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړه:

"وسله وال د ملکي خلکو کورونو ته ننوتلي او په داسې حال کې چې ښځې په کورونو کې ماشومان په لوبو او نارینه د ژوند په چارو بوخت وو پر هغو يې حمله کړې."

د دراني په وینا سلګونه وسله وال چې له غورک او روزګان څخه نېش ته راغلي وه له سیمې تښتېدلي دي.

د دراني په وینا ۱۴وسله وال په هوايي بریدنو کې او ۱۵ نور د ځمکني قواوو لخوا وژل شوي دي.

د امنیه قوماندانۍ د ویاند په وینا وسله والو په تېرو څلور ورځو کې د محلي پولیسو په نوم د ملکیانو پر کورنو حملې کړي چې د ۲ ښځو او ۵ کوچنیانو په ګډون يې ۲۳ ملکیان وژلي دي.

وسله والو طالبانو بیا په نېش کي د ۷ پوستو د نیولو ادعا کړي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ازادي راډیو ته په یوه استول شوي پیغام کي ویلي چي د دغه نیول شویو پوستو پرمهال يې لسګونه پولیس وژلي دي.

د روزګان او هلمند تر نا امنیو وروستیو په تېرو دو میاشتو کې د کندهار پر شمالي ولسوالیو د وسله والو طالبانو حملو زور اخیستي دی.

دوې اوونۍ مخکي وسله والو ددې ولایت د غورک ولسوالۍ د نیولو ادعا وکړه خو چارواکي وايي چي د ځنیو ستونزو په خاطر يې د غورک ولسوالۍ ودانۍ ته تغیر ورکړي او د خپل اصلي موقعیت څخه یې شاته کړې.

راپور :محمدصادق رښتینی

XS
SM
MD
LG