د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

م.م: روسیه حلب کې بېوزلو خلکو ته د مرستې زمینه برابره وي


د سوریې د بشردوستانه خدمتونو ډله وايي، ممکن روسیه د حلب ښار د محاصره شویو سیمو د اړینو خلکو انتقال ته زمینه برابره کړي.

د سوریې د بشردوستانه خدمتونو ډله چې ملګري ملتونه یې ملاتړ کوي مشر وویل که څه هم ناهیلي وروستي حد ته رسېدلې، خو بیا هم روسیې ژمنه کړې چې د حلب د ناروغانو او ټپيانو د انتقال لپاره د لارو په خلاصولو خبرې کوي.

جان ایګلنډ پرون د سویس په ژنیو ښار کې په یوه کنفرانس کې وویل روسیې په دې اړه د خبرو کولو چمتووالی ښودلی.

جان ایګلند
جان ایګلند

نوموړي زیاته کړه:

"روسیې اعلان کړی چې په حلب کې د بشردوستانه خدمتونو د رسولو لپاره څلور دهلیزونه یا لارې موجودې دي او غواړي په دې اړه خبرې وکړي چې خلک څنګه په همدغو لارو وباسي، موږ لږ تر لږه څلور سوه ټپیان لرو چې ژر تر ژره باید ویستل شي، همدا لارې به د خوړو او طبي موادو د انتقال لپاره هم وکارول شي."

له ښاغلي ایګلنډ سره په دې کنفرانس کې د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفین ډي مسټورا هم حضور درلود.

اخوا روسي رسنیو راپور ورکړی چې ولسمشر ویلادمیر پوتین او د روسیې د ملي امنیت سلاکار په ختیځ حلب کې خلکو ته د بشري مرستو د رسولو د هڅو پر دوام موافقه کړې ده.

روسي رسنیو د کرملین د ویاند دیمیتري پېسکوف په حواله ویلي چې د روسیې ولسمشر د ملي امنیت له سلاکار سره پرون په دې اړه خبرې کړي.

د سوریې په حلب ښار کې چې د بشار اسد د رژیم وفاداره پوځیان او مخالفین پکې له یو بل سره په نښته بوخت دي دوه نیم لکه کسان په محاصره کې دي.

د سوریې کورنۍ جګړه له ۲۰۱۱ کاله پیل شوه نه یوازې ګڼې سیمې په کنډوالو بدلې شوې بلکې د بېلابېلو ادارو د شمېرو له مخې شاوخوا څلور لکه کسان پکې وژل شوي هم دي.

https://en.wikipedia.org/wiki/Casualties_of_the_Syrian_Civil_War

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازي سټیفن ډي مستورا وویل اړینه ده چې زیانمنو خلکو ته د بېړنیو مرستو او د هغوی د انتقال په خاطر جګړه بنده شي.

ښاغلي ډي مسټورا په ژنیو کې خبریالانو ته وویل په دې اړه خوشبیني موجوده ده.

مسټورا: ملګري ملتونه لاهم د جګړې بندېدو غوښتنه کوي.
مسټورا: ملګري ملتونه لاهم د جګړې بندېدو غوښتنه کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"ملګري ملتونه لا هم د جګړې د بندېدو غوښتنه کوي څو ملکیانو ته رسیدګي وشي او د طبي مرستو په خاطر امن ځایونو ته انتقال شي، په همدې برخه کې تر ټولو مهم کار چې موږ یې د ترسره کولو غوښتنه کوو د ژمي د رارسېدو په درشل کې د سرپناه او ځایونو جوړول دي چې خلک پکې و اوسېږي."

تېره اوونۍ د سوریې په فووا، کفریه، مدایه او زبداني ښارونو کې د مرستو کاروانانه ورسېدل خو دا یوازې د محاصره شویو سوریایانو اته سلنې خلک جوړوي چې مرستې یې ترلاسه کړې دي.

په داسې حال کې چې حکومت د ډسمبر میاشت لپاره د مرستې رسونې پلان لا نه دی تصویب کړی معلومه نه ده چې جګړه ځپلي او محاصره شوي خلک به چې له هوا او ځمکې پرې مرمۍ اوري نور له څومره سختیو سره مخامخ شي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG