د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

ارغنديوال: جګړو دوام به ښکېلې ډلې هېوادونو پورې وتړي


د افغانستان پخواني حکومت یو شمېر چارواکې پر دې ټینګار کوي چې افغانستان په یوه حساسه مرحله کې دی او باید د جګړو دوام او په هېوادونو پورې د تړل کېدو مخه ونیول شي.

د پخواني حکومت د اقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندیوال د پنجشنبې په ورځ په کابل کې له یوې تحصیلي مؤسسې څخه د محصلينو د فراغت مراسمو کې پر دې ټینګار وکړ چې لا هم د افغانستان جګړې د دوام لپاره توطئې روانې دي.

ښاغلی ارغنديوال وایي چې هېواد کې د جګړې دوام د دې لامل کېږي چې په جګړو کې ښکیلې ډلې د خپلو اړتیا پوره کولو لپاره ځان په نورو هېوادونو پورې وتړي.

ښاغلي ارغندي وال زیاته کړه:

"که افغانستان کې جګړه دوام وکړي، موږ به په یوه خوا نیولو اړ کړي چې دا په مخالفینو او هم په نظام کې دننه ددې هیواد راتلونکي ته ستونزې جوړوي او هم د ملت خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا له لاسه وځي."

ښاغلي ارغندیوال اکثره د نورو هېوادونو خوا نیونه پر وسله‎والو مخالفینو ور اچوي او په خبره یې وسله‎وال مخالفین د افغان حکومت سره د جګړې د اړتیاوو د پوره کولو په خاطر د تمویل کوونکو په لټه کې دي.

که څه هم ښاغلي ارغندیوال څرګنده نه‎کړه چې دغه ډلې په کومو خلکو او هېوادونو پوړې تړلي دي، خو په تېرو کې په دې برخه کې ایران، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو ته ګوته نیول شوې ده چې د خپلو هدفونو د پوره کولو په خاطر یې په افغانستان کې د ښکیلو خواو څخه د وسیلې په توګه ګټه اخېستې ده.

په ورته وخت کې یو شمېر د چارو شنونکي وایي، په افغانستان کې روانه جګړه د سیالۍ لپاره ده چې د نړۍ او سیمې د استخباراتو له‎خوا په افغانستان کې روانه ده او قربانیان یې افغانان دي.

د دغو شنونکو له ډلې څخه اسحق اتمر ازادي راډیو ته وویل چې په هېواد کې د روانې جګړې ختمولو ته باید د حکومت مشرتابه جدي پام واړوي.

سیاسي چارو کارپوه اسحق اتمر
سیاسي چارو کارپوه اسحق اتمر

ښاغلي اتمر زیاته کړه:

"زما په باور دغه مسئلې اکثره د حکومت په رهبري پورې اړه لري چې د هېواد اوسني وضعیت ته په کتو او دغه شان د هېوادونو ترمنځ ملي ګټو، امنیت او سوله ییز ژوند ته په کتو هېواد سم لورته رهبري کړي."

په ورته وخت کې د چارو یو بل شنونکې داود مایار وایي، هېوادونه اکثره د خپلو هدفونو د پوره کولو په خاطر له ښکیلو خواو سره مرسته کوي او له هغوی څخه یې د وسیلې په توګه کار اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د پخواني حکومت چارواکي پر دې ټینګار کوي چې په هېواد کې د جګړې د ختمولو اود سولې ټینګښت لپاره په کار ده چې د زده‎کړو کچه لوړه او د بې وزلۍ د پراختیا د مخنیوي لپاره لازمې لارې چارې ولټول شي.

سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG