د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۲

اندونيزيا کې د مسلمانو مذهبي شخصيتونو سياسي نفوذ زيات شوى


په اندونيزيا کې مسلمانو مذهبي شخصيتونو د راتلونکي کال د انتخاباتو په درشل کې زيات سياسي نفوذ ترلاسه کړى دى.

کله چې بلډوزرو د ايندونيزيا په پلازمېنه جاکارتا کې د يوه وروسته پاتې کلي سلګونه کورونه ونړول، ځايي اوسېدونکي نه‌پوهېدل څه وکړي او چېرې لاړ شي.

په دغې وروسته پاتې سيمه کې تر ٣٠٠ زياتو انسانانو ژوند کاوه.

خو تر هر چا مخکې مسلمانانو د دغو کسانو ژغورنې ته مخه کړه، پر هغوى يې د مرستې په توګه خیمې، کالي، خواړه او پيسې ووېشلې.

د والي باسوکي چاهاجا پُرنامه «Basuki Tjahaha Purnama» په امر د ايکواريم کلي نړول د ده د پلان يوه برخه ده چې غواړي د اصلاحاتو لانجمن پروګرام عملي کړي.

دا اقدام په داسې حال کې کوي چې راتلونکى کال په دغه هېواد کې ټاکنې کېږي.

دغه کلى سيند ته نېږدې پروت دى او چارواکي وايي د کلي له تخليې يې هدف د نورو سېلابونو مخنيوى دى.

ايکا اندېښمنه ده، که باسوکي چاهاجا بيا د والي په توګه وټاکل شو، دوى به څه کوي:

"نه‌پوهېږم که دى بيا د والي په توګه وټاکل شو، موږ به څه کوو، که داسې وشول ډېره ويجاړي به پېښه شي، ګڼ کسان به له خپلو کورونو اخراج شي، موږ په ستونزه کې يو، زموږ غوندې انسانان به چېرې ژوند کوي؟ په جاکارتا کې خو بايد يوازې شتمن خلک ونه‌اوسي."

د کلي اوسېدونکي وايي دوى دومره وس نه‌لري چې په نورو ځايونو کې کورونه کرايه کړي.

دوى وايي د ورځې يوازې پنځه ډالره ګټي، خو اوس په ښار کې کار پيدا کول سخت دي.

په همدې حال کې د مسلمانانو ډلې وايي د دوى د خيريه پروګرام هدف له هغو کسانو سره مرسته ده چې اړ دي خو له شرمه چا ته لاس نه‌اوږدوي.

اندونیزیا کې مسلمانې ښځې
اندونیزیا کې مسلمانې ښځې

د اسلامي مدافعانو د ډلې مشر ناورل حيدر باموک مين روېټرز ته وويل:

"کله چې دا خلک په خپلو نويو هستوګن‌ځايونو کې ځاى پر ځاى شي، موږ ورسره مالي مرسته کوو، موږ له دغو شړل شويو کسانو سره خواخوږي لرو، موږ ورسره د مؤقتو پناه ځايونو او پخلنځي په جوړولو کې همکاري وکړه، لومړني صحي خدمات مو ورته برابر کړل، تر هغوى چې دوى په پښو درېدل موږ د څو مياشتو لپاره د دوى مرسته وکړه."

ويل کېږي مسلمان کانديدان د اوسني والي چې په خټه چينايي دى، مخالفت کوي.

دوى پر والي تور لګولى چې د اسلام ضد څرګندونې يې کړي، خو والي دا مسئله رد کړې ده.

د اسلامي ډلو توندلارو د روانې مياشتې په لومړيو کې شاوخوا يو لک مسلمانان لارو کوڅو ته وايستل او دوى د والي د لیرې کېدو غوښتنه وکړه.

دوى له رأي ورکوونکو غوښتنه وکړه چې بيا پُرنامه د والي په توګه انتخاب نه‌کړي.

يوه نظر پوښتنه چې د نوامبر مياشتې په نيمايي کې خپره شوه ښيي چې له والي باسوکي چاهاجا پُرنامه د خلکو ملاتړ چې په مارچ مياشت کې ٦٠ سلنه و، ٢۵ سلنه کم شوى دى.

والي باسوکي چاهاجا
والي باسوکي چاهاجا

د والي پر ضد له شوې مظاهرې وروسته د شنبې په ورځ شاوخوا دوه زره کسان لارو کوڅو ته ووتل او د اندونيزيا د تنوع په ملاتړ يې شعارونه ورکول.

په دوى کې يو ديپا کومالا و چې د والي دفاع‌يې وکړه، هغه د والي مخالفین حسودان وبلل:

"ځکه دغه کسان دوى حسودان دي، والي پاک دى او د فساد مخه‌يې نيولې ده، هغه د ښار لپاره ډېر ښه کار کړى، ده بدمعاشانو ته چانس نه‌دى ورکړى چې له دولت څخه پيسې غلا کړي."

ويل کېږي د اندونيزيا ولسمشر چې د والي ملاتړ کوي، هڅه کوي په دغه هېواد کې د امنيتي ستونزو په وړاندې هم مبارزه وکړي.

د بشري حقونو د ډلو او فعالانو له انتقادونو سره هم مخامخ دى چې سخت دريځو مسلمانانو ته‌يې چانس ورکړى چې د حکومت په قوي مټ بدل شي.

XS
SM
MD
LG