د امريکا د مرکزي استخباراتو يا «CIA» مشر، ولسمشر ډونالد ټرمپ ته له ايران سره د اټمي موافقې د څیرلو په باب خبردارى ورکړ.
د امريکا منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ ژمنه کړې، له ايران سره شوې اټمي موافقه به څيرې کوي.
د امريکا د مرکزي استخباراتو يا «سي. اى. اې» مشر جان برنان «John Brennan» ويلي چې د ايران او د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو تر منځ پر اټمي موضوع د شوې موافقې څيرل به، په ايران کې د سخت دريځو د غښتلتيا سبب شي.
ښاغلي برنان د بي بي سي له نړيوالې څانګې سره په خبرو کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوې ويلي، له ايران سره د اټمي موافقې څيرل به د امريکا د راتلونکي حکومت ناپوهي وي.
هغه زياته کړه، دا چې نوى حکومت غواړي هغه موافقه چې تېر حکومت ترلاسه کړې څيرې کړي، بېسابقه کار دى.
نوموړي زياته کړه، داسې يو کار د دې سبب کېږي چې ايران خپل اټمي فعاليت بيا پيل کړي او نور هېوادونه هم د داسې يوه پروګرام پيل ته هڅوي.
د امريکا د استخباراتي ادارې اوسنى مشر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د دې ادارې راتلونکى مشر، له ايران سره پر اټمي موضوع د شوې موافقې سخت مخالف دى.
مايک پمپيو «Mike Pompeo» د ولسمشر ډونالد ټرمپ لهخوا د «سي، اى، اې» د مشر په توګه ټاکل شوى دى.
هغه دې مقام ته تر خپل انتخاب دوه ورځې مخکې له ايران سره پر اټمي موضوع شوې موافقه يوه «غميزه» بللې وه او ويېويل چې لېوال دى له دې موافقې شا ته شي.
پمپيو ايران په نړۍ کې د ترورېزم لوى ملاتړى بللى دى.
د امريکا منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ او د هغه د حکومت نورو عالي رتبه چارواکو د اټمي موافقې د څيرلو او بېاعتباره کولو ژمنه کړې ده.
په امريکا کې جمهوري غوښتونکي په دې باور دي چې دغه موافقه په اوږده مهال کې د دې سبب کېږي چې ايران يو ځواکمن اټمي طاقت لرونکى هېواد شي او په ملياردونو ډالره هم ترلاسه کړي.
خو ډموکراټان له ايران سره د دې شوې موافقې دفاع کوي او هغې ته د امريکا او نورو متحدانو لکه اسرائيل د ګټو د تضمين په سترګه ګوري.
د ايران مذهبي مشر ايتالله علي خامنهاي ويلي، که امريکا له ايران سره شوې اټمي موافقه څيرې کړي، ايران به هم دغې موافقې ته اور واچوي.