د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۰

د کندهار په نېش کې جګړه دوهمې ورځې ته وغځېده


د کندهار په نېش ولسوالۍ کې د دوهمې ورځې لپاره د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو تر منځ جګړه دوام لري.

یو شمېر سرچینې دغه جګړه کې د ۱۴ وسله‌والو او د ۱۸ پولیسو وژل تائیدوي.

د کندهار مطبوعاتي دفتر مسؤل صمیم خپلواک ازادي راډیو ته وویل چې نېش کې د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو تر منځ د دوهمې ورځې لپاره جګړه دوام لري او سلګونه کمکي سرتېري دغې ولسوالۍ ته رسېدلي.

خپلواک په دغې جګړه کې یوازې د ۱۴ وسله‌والو او یوه پولیس وژل تائیدوي.

خو یوې باوري سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې په شهرک حاجي عالم او شین کارېز سیمو کې پر څلور پوستو د وسله‌والو په حمله کې ۱۸ پولیس وژل شوي او یو شمېر ټپیان دي.

سرچینه زیاتوي په دغې حمله کې د څلورو پوستو د سقوط تائید کوي خو د کندهار مطبوعاتي دفتر مسؤل صمیم خپلواک وايي چې د امنیتي ځواکونو د تلفاتو د مخنیوي لپاره د پوستو موقعیت ته تغییر ورکول شوی دی.

ښاغلی خپلواک زیاتوي:

"پوستو سقوط نه‎دی کړی موږ د تلفاتو د مخنیوي لپاره ځینې پوستې راټولې کړي او موقعیت ته مو تغییر ورکړی دا چې مخالفینو د پوستو د سقوط خبره کړې دا موږ ردوو."

د سیمې اوسدونکي د نېش جګړه کې د وسله‌والو طالبانو شمېر شاوخوا ۳۰۰ ښیي چې په وینا يې د کندهار د غورک او د ارزګان د یو شمېر ولسوالیو څخه راغلي.

عیني شاهدان وايي چې وسله‌والو طالبانو د مخابراتي شبکو انتنونه هم ویشتلي دي.

بل‎خوا جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قومانداني وايي چې کندهار، زابل او ارزګان ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو په جلا جلا عملیاتو کې ۳۴ وسله‌وال وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه عملیات اوس هم جریان لري او د وسله‎والو طالبانو ځینې وسلې او وسایط هم له‎منځه تللي.

په خبرپاڼه کې د امنیتي ځواکونو د تلفاتو په اړه تبصره نه‌ده شوې.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه د دغو پېښو په اړه څه نه‌دي ویلي.

راپور: محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG