د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۶

ارګ: طالبان باید عمل کې وښيي چې پر عامه تأسیساتو حملې نه‌کوي


د طالبانو له هغې اعلامیې وروسته چې ویلي یې دي پرعام المنفعه پروژو به بریدونه نه کوي؛ جمهوري ریاست وايي، طالبان باید په عمل کې وښيي چې پر عام المنفعه پروژو حملې نه کوي.

طالبانو د سې شنبې په ورځ یوه اعلامیه خپره کړه چې د عام المنفعه پروژو لکه ټاپي، کاسا یو زر، مس عینک، د رېل ګاډې د پټلیو، مواصلاتي لارو او برېښنا څخه به ملاتړ وکړي او وايي چې د یادې اعلامیې له لارې، ټولو ډلو ته لارښوونه شوې چې د هغو پروژو په ساتنه کې چې د هېواد او اسلام په ګټه وي، مرسته وکړي.

خو جمهوري ریاست د دغې اعلامیې له خپرېدو وروسته ویلي چې طالبانو په وروستیو میاشتو کې په سلګونو عام المنفعه پروژې او په یوولسو ولایتونو کې ګڼ جوماتونه ویجاړ کړي دي.

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغې ډلې په دې موده کې دولتي تاسیساتو او خلکو ته، دوه میلیارده افغانۍ زیان رسولی دی.

مرتضوي: طالبانو دولتي تاسیساتو او خلکو ته، دوه میلیارده افغانۍ زیان رسولی.
مرتضوي: طالبانو دولتي تاسیساتو او خلکو ته، دوه میلیارده افغانۍ زیان رسولی.

نوموړي زیاته کړه:

"طالبانو په وروستۍ میاشت کې په یوولسو ولایتونو کې لږ ترلږه ۳۰۲ ښوونځي، ۴۱ روغتیايي مرکزونه، ۵۰ جوماتونه او ۵۳۰۵ کورونه ویجاړ کړي چې په مجموع کې یې دولتي تاسیساتو او خلکو ته دوه میلیارده افغانۍ زیان رسولی دی، خو موږ منتظر یو چې طالبان په عمل کې وښيي چې دوی په رښتیا سره، عام المنفعه تاسیساتو او هغه تاسیسات چې له خلکو پورې اړه لري، زیان نه رسوي."

دا په داسې حال کې ده چې پخوا تردې هم حکومت او هم د جنګ ځپلو سیمو اوسېدونکو ویلي چې وسله والو مخالفینو او په تېره طالبانو عام المنفعه تاسیساتو او د خلکو کورونو ته زیانونه رسولي دي.

په روان کال کې د کندز ولایت سیمه ییزو چارواکو ادعا کړې چې د الچین پل د طالبانو لخوا الوزول شوی او دا هغه پل دی چې افغانستان د کندز له لارې، تاجکستان او له د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره نښلوي.

د کندز الچین پل
د کندز الچین پل

په ورته وخت کې د سولې د عالي شورا یو غړی د طالبانو وروستۍ اعلامیه د هغو، ښه نیت ګڼي.

د دې شورا غړي محمد اسماعیل قاسمیار په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

محمد اسماعیل قاسمیار
محمد اسماعیل قاسمیار

"کله چې دوی په دغه سطح ځانونه د ښه نیت لرونکي ښيي، د دې ښه نیت د عملي کولو غوره بڼه داده چې دوی د سولې له پروسې یو ځای شي."

بلخوا د مشرانو جرګې غړی محمد اصف صدیقي له عام المنفعه پروژو څخه د طالبانو د ملاتړ اعلانول، پرحقیقت د هغوی پوهېدل ګڼي.

نوموړي زیاته کړه:

"زه فکر کوم افغان طالبان اوس په دې پوهېدلي چې دا جنګ د افغانانو، نه بلکې بهرنی دی او که هغوی دغه جنګ تمویلولو، دګاونډیو هېوادونو ګټې په کې وې."

ښاعلی صدیقي له دغو ډلو غواړي په عمل کې ثابته کړي چې پر عام المنفعه تاسیساتو به بریدونه، نه کوي.

د ده په خبره پر دغو پروژو بریدونه او په مجموع کې روان جنګ د پردیو په لمسون کېږي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG