د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په لرو پرتو ولسوالیو کې د ښځو په وړاندې د تاو تریخوالي ډېرې قضیې د سیمه ییزو جرګو له لارې هوارېږي.
یاد وزارت وايي، د پولیسو په حوزو کې د کورنیو ستونزو د هواري د څانګو نه موجودیت او په لرو پرتو ولیسواليو کې د پولیسو په حوزو کې د ښځینه پولیسو کم والی، هغه ستونزې دي چې د کورنیو چارو وزارت يې په یوه نوې څېړنه کې په اړه خبرې کوي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه څېړنې ښیې چې ډېرې ښځې کوم چې د تاوتریخوالي قرباني شوي، د غیر رسمي یا محلي جرګو فیصلو ته مخه کوي.
د یاد وزارت ویاند صدیق صدقي د سې شنبې په ورځ په یوه کنفرانس کې چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو په هدف جوړ شوي و، ټینګار وکړ چې د امنیتې ځواکونو په لیکو کې د ښځينه پولیسو له موجودیت پرته به دغه هېواد روان او ټولنیز امنیت ته و نه رسېږي.
نوموړي زیاته کړه:
"ټولنیزې ستونزې او سنتي ننګونې د دې سبب شوي چې موږ ونه شول کړای چې په دغه برخه کې پرمختګ وکړو، بد بختانه اوس هم ذهنیتونه بدل شوي نه دي، له همدې کبله موږ د پولیسو په لیکو کې د ښځینه پولیسو د پراخ حضور شاهد نه یو، د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د ښځینه پولیسو تر پراخ حضور پرته به موږ په هېواد کې اجتماعي او رواني امنیت را نه ولو."
تر دې وړاندې د ښځو د حقونو د دفاع یو شمېر ټولنو هم نا امني، په ولایتونو کې عدلي او قضاي مرکزونو ته د خلګو نه لاسرسی او په ادارو کې د فساد شتون هغه ننګونې یادې کړې چې له امله یې ښځو د محلي جرګو فیصلو ته مخه کړې ده.
په ورته وخت کې د دغه وزارت د جندر رئیسه حکمت شاهي پر دې ټینکار ورکړ چې دولت دې د ښځینه پولیسو ملاتړ وکړي.
نوموړي زیاته کړه:
"هر کله چې د شورا هیلې د قطعاتو پواسطه رعایت شي یقیناً هغه ستونزې چې د ښځينه پولیسو په وړاندې شته له منځه تلای شي."
د افغانستان د کورونیو چارو وزارت وایي، عدالت ته د ښځو د لاسرسي په برخه کې به له هیڅ ډول هلو ځلو څخه دریغ ونه کړي او د کورنیو ستونزو د هواري څانګې چي په کابل، ننګرهار، هرات، کندهار، بلخ، بامیان، پنجشیر، پروان، لغمان او کونړ ولایتونو کې فعالیت لري، دغه ډول قضې به په جدیت و څېړي.
راپور: سباوون کاکړ