د جلالاباد ښار کې وروستیو چاودنو او هدفي وژنو د دې ښار اوسېدونکي اندېښمن کړي او په خبرهيي په دغه ډول وضعیت کې خلک ځان خوندي نهګڼي.
دوی وايي، په ښار کې په ښکاره شخصي وسلهوال ګرځي او اکثراً هغه خلک دي چې د کوم زورواکي پورې تړلي وي.
ښاريان وايي، د جلالاباد ښار کې د هدفي وژنو د زیاتوالي لامل هم دا دی چې د شخصي وسلهوالو مخه نهنیول کېږي.
د جلالاباد ښار دوو تنو اوسېدونکو ازادي راډيو ته وویل:
"دلته موږ په جلالاباد ښار کې ګورو هره ورځ یوه پېښه رامنځته کېږي هدفي وژنې کېږي او بل په ښکاره وسلهوال ګرځي تر اوسه هېڅڅوک نهدی نیول شوی زموږ غوښتنه له چارواکو دا ده چې د دې ستونزې مخه ونیول شي."
دلته په جلالاباد ښار کې چې هدفي وژنې کېږي یا یو څوک تښتول کېږي دا ټول همدغه شخصي وسلهوال خلک کوي ځکه د دوی تر شا نور زورواکان دي ډاډه دي چې دولت ورته څه نهشي ویلی."
ولایتي چارواکي هم د خلکو دا اندېښنې پر ځای ګڼي او وايي د مخنیوي په خاطر يې ولایت مقام امنيتي ځواکونو ته سپارښتنې کړي.
د ننګرهار والي ویاند عطالله خوګياڼي وايي، د دې ستونزې اساسي لامل دا دی چې په تېرو وختونو کې د ننګرهار یو شمېر مخورو خلکو خپل خپلوانو ته د پرېمانه وسلو جوازونه اخیستي او همدا لامل دی چې شخصي وسلهوال په ښار کې تګ راتګ کوي.
خوګیاڼي په ځانګړي ډول د کوم کس یا مشر نوم یاد نهکړ.
دی وايي اوس ولایتي ادارې هڅې پيل کړي چې له دغو غېر مسؤله وسلهوالو څخه وسلې او د وسلو ګرځولو جوازونه راټول کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"هغه کسان چې هغوی د وسلو جواز لري دغه جواز که په واسطه ورکړل شوي یا د بلې لارې د هغوی په اړه هڅې روانې دي جوازونه ترې اخیستل کېږي پرون هم درې تنه شخصي وسلهوال نیول شوي و او اوس ولایتي ادارې جدي هلې ځلې پيل کړي چې غير مسؤلو کسانو نه جوازونه او وسلې راټولې کړي او که د وسلې په ګرځولو څوک ګير شو هغه به د قانون منګولو ته سپارل کېږي."
د جلالاباد ښار کې د هدفي وژونو په اړه د خلکو اندېښنې داسې مهال زور اخلي چې تېره اوونۍ په دې ښار کې د هدفي وژنو دوه پېښې وشوې.
لومړی پېښه د جلالاباد-کونړ په عمومي سړک د بهسود په دوبېله سیمه کې وشوه چې یو څو تنو وسلهوالو په رڼا ورځ یو تن د وسلهوال برید لاندې راوست او دوهمه پېښه د جلالاباد ښار مرکزي سیمه قصبه کې په عمومي سړک وشوه چې یو تن د وسلهوالو لهخوا ووژل شو.
د یادو پېښو په تړاو تر اوسه څوک نهدي نیول شوي د خلکو غوښتنه هم دا ده چې په ښار کې د شخصي وسلهوالو پر ضد جدي او پراخه کمپاین تر سره شي تر څو د دې ستونزې مخه ورسره ونیول شي.
راپور: شاهمحمود شینواری