د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۶

کلیمزی: افغانان هیڅ کله د پاکستان شومو غوښتونو ته نه تسلیمېږي


د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوی د پاکستان سرحدي سرغړونې یو ناوړه عمل ګڼي او وايي چې افغانان به هیڅکله، د پاکستان د دغو اقداماتو پر وړاندې سر ټیټ نه کړي.

یاد پلاوي وايي، افغانان به د ډېورنډ فرضي کرښې د پېژندلو لپاره، د پاکستان هڅو ته هیڅکله هم تسلیم نشي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې پاکستان په دې وروستیو کې د چمن په سیمه کې د ډېورنډ پر صفري نقطه د یو لړ پوځي مراسمو په ترڅ کې د پاکستان بیرغ پورته کړی دی.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال حسیب الله کلیمزي د شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره خبرو کې د پاکستان دغه عمل سرحدي سرغړونه وګڼله او ویې ویل چې افغانانو د خپلې خاورې د ساتلو لپاره تل قربانۍ ورکړي او په راتلونکې کې هم دغې دفاع ته چمتو دي.

نوموړي زیاته کړه:

موږ د افغانانو او د خلکو د استازیو په توګه د پاکستان دغه عمل غندو او وايو چې دا یو ناوړه او شوم عمل دی او افغانان به هڅکله هم د خپلې له یوې کوچنۍ برخې هم تېر نشي."

د افغان چارواکو په خبره دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان د ډېورنډ پر پوله سرغړونې کوي بلکې پخوا تردې یې هم په ځینو سرحدي سیمو کې د تاسیساتو په جوړولو سره ورته سرغړونې کړي چې د دواړو لورو د سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتو سبب شوي او مالي او ځاني زیانونه یې یو تربله رسولي دي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند شکیب مستغني ازادي راډیو ته وویل، په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې حساسو مرحلو ته رسېدلي، د پاکستان دا ډول اقدامات کولی شي چې دغه اړیکې زیانمنې کړي.

مستغني: د پاکستان دا ډول اقدامات کولی شي اړیکې زیانمنې کړي.
مستغني: د پاکستان دا ډول اقدامات کولی شي اړیکې زیانمنې کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د پوځي خوځښتونو او د ډېورنډ د پولې په صفري نقطه کې د پاکستان د بیرغ په پورته کولو شدید اعتراض کوي، دا یو ناوړه او لمسوونکی اقدام او د دواړو لورو ترمنځ د پخوانیو ژمنو خلاف عمل دی."

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې پاکستان په دې وروستیو کې د ډېورنډ کرښې د دواړو لورو پرتو قبایلو ته ویلي چې افغانستان ته دې د تګ پر مهال، پاسپورټ او وېزه ولري.

افغان حکومت قبایلو ته د پاکستان دغه سپارښتنه یوه اړخیزه هڅه او د قبایلو د دودونو خلاف عمل ګڼلی دی.

د چارو کارپوه سردار خان ځدراڼ وايي، که افغان حکومت د پاکستان د سرحدي سرغړونو پر وړاندې یوه واحده پالیسي غوره نه کړي دا سرغړونې به دوام وکړي او ناوړه پایلې به وزېږوي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG