نن جمعه د پکتيا والي نصرت الله ارسلا د پکتيا له خلکو سره د خدای پاماني غونډه جوړه کړې وه او ويې ويل چې د ولسمشر په فرمان والي شوی او د ولسمشر په فرمان له يو نيم کال وروسته له دندې ګوښه کېږي او د پکتيا له ولسونو سره خدای پاماني کوي.
ښاغلی ارسلا وايي:
"شکر وباسئ چې د داسې يو نظام تر سيوري لاندې موږ او تاسې ژوند کوو چې د ولسمشر د امر اطاعت کېږي او په فرمان يې هم دندې ته راځو او هم ځو او د ولسمشر قدرداني کېږي او زه له رئيس جمهور او اجرائيه رئيس څخه مننه کوم چې په تېر يو نيم کال يې په ما باور کړی و او د پکتيا غوندې يو مهم ولايت واک يې راسپارلی و، موږ او تاسې داسې يو نظام غوښته چې د ولسمشر په يوه ټوټه کاغذ يو کس وظيفې ته لاړ شي او په يوه ټوټه کاغذ يې ايسته کړي داسې مو نه غوښته چې په يو ولايت کې دې زورواکي چارواکي ناست وي او چې لېرې شوی وي دی دې زور وکړي او نه دې ځي او دا تجربه موږ او تاسې کړې او ۱۳ کاله مو دې ته انتظار کړی دی چې داسې يو نظام راشي چې فرمان يې ومنل شي."
نوموړي وويل چې ده په خپله کاري دوره کې د پکتيا لپاره هغه څه وکړل چې لازم وو، په ادارو کې يې خالي بستونه ډک کړل، يو شمېر پروژې يې په مرکز او ولسواليو کې ترسره کړې.
د پکتيا والي د خدای پاماني په دې غونډه کې د پکتیا ولايت قومي مخورو والي نصرت الله ارسلا ته د قدردانۍ لونګۍ ورپه سر کړه او په پکتيا کې د ښې حکومتدارۍ مننې ترڅنګ يې ولسمشر باندې غږ وکړ چې په کابل کې ناست سياسيون د پکتياوالو استازيتوب نه شي کولای.
قومي مشر جنت خان منګل وويل:
"زه په ولسمشر غږ کوم، هغه څوک چې په کابل کې د پکتياوالو نمايندهګي کوي او دعوه کوي چې دی د پکتياوالو نماينده دی، هغه بيخي د پکتياوالو نماينده نهدی او مشر يې نه دی؛ که واقعاً نماينده وي، په تېر يو نيم دوه کالو کې به يې د پکتيا ستونزې اورېدلې وې او دلته هېڅ کس نهدی راغلی چې دلته يې زموږ ستونزې اورېدلې وي، نو دا څه ډول نمايندهګان دي."
ده دا هم وويل چې په پکتیا کې ناست مشران، مدني فعالان، ځوانان په هېڅ وخت او هېڅ کار کې د مرکزي سياسيونو له لوري نهدي پوښتل شوي او دوی نوی رالېږونکی والي پرته له خپلې مشورې نه مني.
قومي مشر حضرت محمد کوچی وايي:
"موږ دا نه وايو چې ولې زموږ نه والي صاحب بدلوي، موږ وايو چې زموږ له سپينږيرو سره، د پکتيا له خلکو، سپينږيرو، مدني فعالانو او مشرانو سره خو به يې حداقل يو مصلحت کړی و چې فلانی د والي په حيث در لېږو، نو که چېرته دوی په زلمي ويسا باندې دومره لطف کوي، موږ دلته هغه والي غواړو چې د پکتيا ولسونو او جوړښتونو باندې پوه شي."
ده دا هم وويل چې پکتیا ته د نوي راتلونکي والي په اړه بايد دوی وپوښتل شي او که ونه پوښتل شي، نوی والي به کار ته پرېنهږدي.
په دې غونډه کې د قومي او مدني ټولنو په استازولۍ محمدعلي جان محمدي هم خبرې وکړې او ويې ويل چې پکتیا ته نوی راتلونکی والي پرته د دوی له مشورې او ستونزو درک کېدلو ګمارل شوی چې دوی يې په ټاکلو خوابدي دي:
"زه د پکتيا قومونو او يووالي ټولنيزې شورا په استازيتوب په مرکزي حکومت د دې سټيج له لارې غږ کوم چې دا معلومه شوه چې د پکتيا ولايت قومونه، مشران او سپينږيري او ځوانان خبر نهدي او په پکتيا باندې لوبې کېږي او هغه کسان چې په مرکز کې ناست دي هغه زموږ مشران نهدي او ترهغو پورې چې موږ ته ارګ او مرکزي حکومت قناعت نهوي راکړی، موږ نوی والي نه منو او دغه والي له موږ نهشي تللای."
د پکتیا مشرانو په دې غونډه کې پرېکړه وکړه چې که د نوي والي په مقرري د دوی مشورې ونه منل شي او د دوی غږ وانه ورېدل شي، لارو کوڅو ته به راووځي او په پراخو لاريونونو به لاس پورې کړي.
دوه ورځې وړاندې د ولسمشر د فرمان پر اساس د پکتيا والي نصرت الله ارسلا له دندې ګوښه او پر ځای يې زلمی ويسا د والي په حيث وټاکل شو چې خلکو ارسلا ته د لونګۍ ور په سر کولو رخصت کړ او د نوي والي زلمي ويسا مقرري يې بې ځايه اقدام وګاڼه.