د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۳

د بغداد حلا سیمه کې انتحاري حملې له۷۰ ډېر زیارت کوونکي ووژل


د عراق د پلازمینې بغداد جنوب لور ته پرون په یوه انتحاري حمله کې لسګونه کسان ووژل شول.

د بغداد جنوب خوا ته په سل کیلومترۍ کې د بابل ولایت په حلا سیمه کې پرونۍ انتحاري حملې څه باندې ۷۰ زیارت کوونکي ووژل.

د بابل ښاري شورا د امنیتي کمېسیون رئیس فلاح الخفاجي په سیمه کې رویټرز خبري آژانس ته وویل چې لږ تر لږه ۷۰ تنه په دې انتحاري حمله کې وژل شوي دي.

هغه وویل، ډېری وژل شوي ایراني زیارت کوونکي دي او یوازې ۱۰ تنه عراقیان په وژل شویو کې شامل دي.

الخفاجي: لږ تر لږه ۷۰ تنه په دې انتحاري حمله کې وژل شوي دي
الخفاجي: لږ تر لږه ۷۰ تنه په دې انتحاري حمله کې وژل شوي دي

نوموړي وویل:

"یوه مجرمانه حمله د شوملې په سیمه کې په لویه لار کې وشوه. یوه [له چاودیدونکو موادو ډکه] لارې د تیلو په ټانک کې وچاودېده. د برېد په پایله کې ۷۰ که اتیا کسان شهیدان شوي دي. ډیری وژل شوي د امام حسین زیارت کوونکي وو چې بېرته خپلو کورونو ته روان و."

د رپوټونو له مخې انتحاري حمله کوونکي دا حمله له چاودیدونکو موادو د یوه ډک موټر په واسطه په یوه پمپ سټیشن کې وکړه چې یوه رسټورانټ ته نېږدې و او ایراني زیارت کوونکي ورتلل.

عراقي چارواکو چې نوم یې نه‎دی ښودلی ویلي چې کیدای شي د حملې هدف د ایراني زیارت کوونکو د سورلۍ بس موټر و چې په نتیجه کې یې څو نور موټر هم په بشپړه توګه سوځیدلي دي.

د ایران نیمه دولتي خبري اژانس ایسنا بغداد کې د یوه چارواکي په حواله ویلي چې په دې حمله کې ۵۰ تنه ایرانیان وژل شوي دي.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش په اعماق نومي ویب سایټ کې د دې حملې مسؤلیت په غاړه اخېستی او ویلي یې دي چې حمله د دوی یوه عراقي جنګیالي ترسره کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت دا حمله سخته غندلې.د دغه وزارت ویاند بهرام قاسمي ویلي چې:

"دا ډول وحشیانه حملې به د ترورېزم پر ضد په مبارزه کې د ایران او عراق په کلکې مبارزه کې کوم خلل رامنځته نه‎کړي."

امریکا متحده ایالتونو هم دا حمله په کلکو ټکو غندلې او له قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره یې غمرازي ښودلې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي په یوه بیان کې ویلي چې دا وژنې د داعش د ظلم او د انساني حقونو د تر پښو لاندې کولو یوه بله بېلګه ده او د عراقیانو تر منځ د فرقه‎يي شخړو د رامنځته کولو هڅه ده.

د چهارشنبې په ورځ هم په بغداد او شاوخوا سیمو کې چاودنې وشوې چې په‎کې لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي او څه باندې ۱۰۰ تنه نور ټپيان دي.

په عراق کې په ملکیانو باندې دا حملې په داسې حال کې دوام لري چې عراقي پوځیانو د امریکا په هوايي ملاتړ په موصل ښار کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر ضد له شپږو اوونیو راهیسې پوځي عملیات پيل کړي دي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG