د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۷

غور کې تښتول شوې ښوونکې راخوشې شول


د غور په شهرک ولسوالۍ کې تښتول شوې ښوونکې د طالبانو له قیده راخوشې شول.

په غور کې د پوهنې لپاره د نړیوال مشارکت د پروګرام مسؤل محمد شیرزي ازادي راډيو ته وویل چې دغه کسان د قومي مشرانو د هڅو په نتیجه کې نن سهار خوشې شوي او اوس د شهرک په ولسوالۍ کې دي.

د شهرک ولسوال محمد کبیري هم د دغو ښوونکو راخوشې کیدل تائید کړل.

دغه دوه ښځینه ښوونکي او ورسره یو نارینه پرون د ملاګل محمد د ډلې له‎خوا چې ویل کېږي طالبانو پورې اړوند ډله ده، د دولینه او شهرک ولسوالۍ تر منځ اختطاف شوي وو.

XS
SM
MD
LG