د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۲۸

له قطر نه به شاوخوا نهه زره بهرني کارګر ووځي


له قطره به د اعلان شوې درې میاشتنۍ بخښنې په ترڅ کې شاوخوا نهه زره کسان چې په دې هېواد کې په غیر قانوني توګه اوسي ووځي.

دا خبره د قطر د مهاجرت چارو یوه لوړپوړي چارواکي فرانسپرېس خبري اژانس ته کړې ده.

د اعلان شوې بخښنې له مخې چې د ډسمبر تر لومړۍ نېټې اعتبار لري، ټول هغه کسان چې په دې هېواد کې د اوسېدو او کار کولو قانوني اسناد نه‎لري کولای شي له قانوني مجازاتو پرته له دې هېواده ووځي.

د قطر د کورنیو چارو وزارت د لټون او تعقیب د ریاست مشر عبدالله جابر ال لبده «Abdullah Jaber Al-Labda» چې له هېواده د وتونکو کسانو دوسيې څېړي، وایي، دی اټکل کوي چې د بخښنې د اعتبار د مودې تر پای ته رسېدو پورې به د هغو کسانو شمېر چې له قطره وځي، نهو زره کسانو ته ورسېږي.

د هغه په وینا کله چې دغه پروسه پیل شوه په لومړیو وختونو کې دوی ته لږو کسانو مراجعه کوله خو وروسته دغه بهیر تېز شو.

د راپور له مخې په قطر کې چې د بهرنیو کارګرو له دوه میلیوني ځواک سره د ناوړه چلند تور پرې پورې دی، د هغو کسانو رسمي شمېره نه‎ده معلومه چې په دې هېواد کې له قانوني اسنادو پرته اوسي.

دغه بخښنه د هغو کسانو لپاره اعلان شوې چې قطر ته د بهرنیانو د داخلېدو، وتلو، استوګنې او سپانسرشیپ د چارو د تنظیم له قانونه‌یې سرغړونه کړې وي.

د قطر د قانون له مخې هر هغه بهرنی چې له ویزې پرته په دې هېواد کې کار کوي، غیر قانوني کس بلل کېږي او د کفاله په نوم د لانجمن قانون له مخې هر هغه کس چې غواړي خپل کار بدل کړي باید د خپل مالک اجازه ولري.

د دغه قانون له مخې هر هغه کس چې خپل کار پرېږدي یا له خپل مالکه تښتي، غیر قانوني بلل کېږي.

د بشري حقونو ډلې ادعا کوي چې اکثره هغه کسان چې ځانونه پټوي مالک‌یې ورته پیسې نه‌ورکوي یا له هغوی سره ناوړه چلند کوي.

د فرانسپرېس د راپور له مخې کله چې یو بهرنی کارګر خپل لومړی کار او عاید له لاسه ورکوي په قانوني توګه نوی کار نه‎شي ترلاسه کولای په تېره بیا هغوی چې د کورنیو خدمتکارانو په توګه کار کوي د استوګنې امکانات هم له لاسه ورکوي.

د خلیج د ګازو په دغه بډایه امارت کې د چارواکو په وینا دغه غیرقانوني استوګن د خپلو ملګرو او کورنیو په مرسته خپل ژوند مخ ته وړي او هغه کارونه کوي چې مزد یې نغد اخلي.

که د کارونو مالک یا هر ګُمارونکی په غیر قانوني توګه څوک په کار وګماري نغدي جریمه یا هم د بند سزا ورکول کېدای شي.

د کورنيو چارو وزارت د لټون او تعقیب د څانګې یوه چارواکي چې نوم‌یې نه‎دی ښودل شوی، وویل، له موجوده قوانینو سره-سره ځیني کسان توانېدلي چې د کلونو کلونو لپاره په دې هېواد کې په غیر قانوني توګه واوسي او کار وکړي دغو چارواکو یې یوه بېلګه یوه هندي کورنۍ ښودلې چې ۱۶ کاله‌یې له قانوني اسنادو پرته په دې هېواد کې ژوند او کار کړی دی.

دغې کورنۍ هم د بخښنې له دغه اعلانه ګټه پورته کړې او له قطره وتلې ده.

د چارواکو په وینا د بنګله‎دېشیانو، هندیانو او نیپالیانو په ګډون د اسیایي هېوادونو اتباع د بخښنې له دغه فرمانه په استفادې له دې هېواده وځي.

قطر له دې مخکې هم دا ډول درې بخښنې اعلان کړې چې وروستۍ یې د ۲۰۰۴ کال وه.

قطر کې د بخښنې دغه فرمان په هغه ورځ پای ته رسېږي چې دا هېواد له سپانسرشېپ څخه د کارګرو لپاره یو بل نوی قراردادي سیسټم پلی کول پیلوي.

XS
SM
MD
LG