د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

خامنه‎اي: که امریکا پر ایران بندیزونه تازه کړي، غچ به‌یې واخلو


تهران واشنګتن ته په داسې حال کې خبرداری ورکړی دی چې د امریکا نوي منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ د یو شمېر مهمو څوکیو لپاره داسې کسان نومولي دي چې له ایران سره د ښو اړیکو پلویان نه‎دي.

د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‎اي خبرداری ورکړ، که چېرته امریکا پر ایران لګولي بندیزونه تازه کړي، ایران به انتقام واخلي.

خامنه‎اي د امریکا د استازو جرګې د تېرې اوونۍ د رأیې اچولو په ځواب کې د غچ خبره وکړه.

استازو جرګې ویلي دي چې پر ایران باید د بالسټیک توغندیو او د بشري حقونو څخه د تېریو له امله پخواني بندیزونه تمدید شي.

خامنه‎اي د چهارشنبې په ورځ په تهران کې پر امریکا انتقاد وکړ او ویې‌ویل:

"ډېرې سرغړونې یې کړي، یو دوه نه‌دي. تازه‌یې دغه د ۱۰ کلن بندیز تمدید دی. که دا وغځول شي پرته له څه شکه چې له ګډ تړونه د سرغړونې په معنی ده. دوی باید پوه شي چې اسلامي جمهوریت به خامخا د هغه په وړاندې غبرګون ښکاره کړي."

خامنه‎اي زیاته کړه چې له اټمي تړون څخه باید د ایران د ملت پر ضد د فشار د یوې وسیلې په توګه استفاده ونه‎شي.

واشنګټن ویلي دي چې دا بندیزونه له اټمي تړون سره ارتباط نه‎لري، خو تهران وایي چې همدا بندیزونه هم د اټمي تړون له روحیې سره په ټکر کې دي.

واشنګټن ویلي دي چې دا بندیزونه له اټمي تړون سره ارتباط نه‎لري
واشنګټن ویلي دي چې دا بندیزونه له اټمي تړون سره ارتباط نه‎لري

د امریکا استازو جرګې تېره اوونۍ پر ایران لګولي بندیزونه چې له ۱۹۹۶کال راهیسې لګېدلي دي د ۱۰ نورو کلونو په مخه تمدید کړل.

د استازو جرګې پرېکړه باید د سنا او د ولسمشر اوباما له لوري د روان میلادي کال تر پای ته رسېدو مخکې تائید شي تر څو قانوني بڼه خپله کړي.

د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډونالد ټرمپ له بریالیتوب سره د ایران د اټمي تړون برخه کې هم شکونه پیدا شوي دي، ټرمپ د انتخاباتي مبارزې پر مهال او تر هغه مخکې له ایران سره اټمي تړون د امریکا په زیان بللی و، خو خامنه‎اي وویل چې تر اوسه د امریکا د نوي حکومت په اړه قضاوت نه‎شي کولای.

XS
SM
MD
LG