د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۳

پاکستاني چاوراکي وايي د هند توغندیز برید ۷ کسان وژلي


د پاکستان پوځي مقامات وايي چې هندي ځواکونو په پاکستاني کشمیر کې د مسافرو پر یوه بس توغندی وېشتی او ګڼ شمېر ملکي کسانو ته‌یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د پوځ مطبوعاتي څانګې «ISPR» د چهارشنبې په ورځ په دې اړه په یوه بیان کې ویلي چې هندي ځواکونو کنټرول لاین ته نېږدې د پاکستاني کشمیر د نیلم درې په دهودنیا سیمه کې د مسافرو پر یوه بس توغندی وېشتی او ناتاره ډزې يې کړي چې په نتیجه کې ۴ ملکي کسان مړه او ۷ نور ټپیان شوي دي.

که څه هم د پوځ مطبوعاتي څانګې په لومړي سر کې په دغه پېښه کې د ۴ کسانو د وژنې او ۷ د ټپي کېدو پخلی کړی و، خو پاکستاني رسنیو بیا وروسته د پوځي مقاماتو په حواله ویلي چې:

"پر دغه مسافر بس د برید د وژل شویو کسانو شمېر ۷ ته پورته شوی دی."

له بلې‌خوا بیا د نیلم درې لوات سیمه کې یوه جګپوړي پولیس افسر جمیل میر هم له روېټرز خبري اژانس سره په خبرو کې د مسافرو پر بس د توغندي لګېدلو د پخلي تر څنګ ویلي چې هندي ځواکونو پر سیمه د درنو او سپکو وسلو ډزې کوي.

د رسنیو د راپورونو له مخې نیلم درې کې د مسافرو پر بس د برید ټپیان د درملنې لپاره د کشمیر د مظفراباد ښارګوټي روغتونونو ته وړل شوي دي.

پاکستاني کشمیر کې د مسافرو پر بس دا برید تر هغې وروسته شوی چې هندي چارواکو د سې شنبې په ورځ ادعا وکړه چې وسله‎والو په هندي کشمیر کې پاکستان پولې ته نېږدې پر هندي سرتېرو برید کړی او ۳ سرتېري یې وژلي دي.

په دې وروستیو کې د پاکستان او هندوستان خپلمنځي اړیکي تر پخوا خرابې شوي چې په نتیجه کې د اسلام‎اباد او ډهلي تر منځ نه‌یوازې ډيپلوماټيکې اړیکې سړې شوي بلکې د دواړو هېوادونو سرتېري پر ګډه پوله پر یو بل بریدونه هم کوي چې دواړو غاړو ته په‎کې مرګ ژوبله اوښتې.

د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې تر هغې وروسته خرابې شوې چې وسله‎والو ترهګرو د سپټمبر میاشت کې د هندي کشمیر په اوړي سیمه کې د هندي پوځیانو پر یوه کمپ برید وکړ او لږ تر لږه ۱۸ هندي سرتېري یې په‎کې ووژل.

هندي چارواکو تر دغه برید سمدستي وروسته د برید مسؤلیت پر پاکستان واچاوه، خو پاکستان بیا د هند تورونه رد کړل او دا یې "بې‌بنیاده وبلل."

پاکستاني چارواکي وايي چې هندي ځواکونو له څو ورځو راهیسې د پاکستاني کشمیر په مختلفو سیمو کې ‌ډزې روانې ساتلي چې ولسي استوګنځي په‎کې په نښه کوي او ادعا کوي چې تر دې دمه په دغو بریدونو کې لسګونه ملکيان وژل شوي دي.

تر دې مخکې پاکستاني پوځ تېره اوونۍ هم ویلي وو چې په کنټرول لاین د هندي ځواکونو په ډزو کې ۷ پوځیان وژل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت څو ځله په اسلام‎اباد کې د هندوستان د لویې کمېشنرۍ چارواکي پر کنټرول لاین د هندي ځواکونو د بریدونو او ډزو له امله دغه وزارت ته وربللي او هغوی ته‌یې اعتراض او احتجاج کړی دی.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG