د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

د نورستان په دواب ولسوالۍ کې لاهم نښتې روانې دي


د نورستان په دواب ولسوالۍ کې اوس هم د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‌والو تر منځ نښتې روانې دي.

د نورستان سرپرست والي حافظ عبدالقیوم ازادي راډیو ته د دې خبرې په تائید سره وویل چې افغان امنیتي ځواکونو تر دې دمه د وسله‌والو مخالفینو ټول بریدونه په شا تمبولي او مرګ ژوبله‌یې وراړولې ده.

حافظ عبدالقیوم وسله‌والو مخالفینو ته د وراوښتو تلفاتو کره شمېره ونه‌ویل.

دی وایي، د نورستان امنيه قوماندان د دواب ولسوالۍ نېږدې سیمو ته تللی دی چې د ملي اردو ځواکونه هم ورسره دي.

حافظ عبدالقیوم وايي چې په دغو نښتو کې افغان امنیتي ځواکونو ته تلفات نه‌دي رسېدلي خو د وسله‌والو په راکټي حملو کې په یوه کور کې دوه ملکي کسان ژوبل شوي دي.

وسله‌والو طالبانو بیا د خپل پرمختګ او حکومت ته د درنو تلفاتو اړولو ادعا کړې ده.

XS
SM
MD
LG