د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۰

مشرانو جرګه: خصوصي ښوونځیو کې دې د پاکستان تعلیمي نصاب مخنیوی وشي


د افغانستان د مشرانو جرګې غړي په یو شمېر خصوصي ښوونځیو کې د پاکستان د تعلیمي نصاب له تدریس څخه اندېښنه څرګندوي.

د مشرانو جرګې غړي په کابل ښار کې د یو شمېر خصوصي ښوونځيو له‌خوا زده کوونکو ته د پاکستان د تعلیمي نصاب تدریسول د هغه هېواد لپاره د ذهنیت جوړولو هڅه بولي او وايي، که مخه‌یې ونه‌نیول شي دا کار به په راتلونکي کې ناوړه پایلې ولري.

د مشرانو جرګې رئیس فضل‌الهادي مسلمیار د سې شنبې ورځې په عمومي غونډه کې د یو شمېر سناتورانو له اندېښنو وروسته د د دغې جرګې اړوندو کمېسیونونو ته دنده وسپارله چې دا موضوع تعقیب کړي.

ښاغلي مسلمیار همدارنګه د پوهنې وزارت پر چارواکو هم غږ وکړ چې د هغو ښوونځيو مخه ونیسي چې غواړي افغان زده‌کوونکو ته د پاکستان تعلیمي نصاب تدریس کړي.

مسلمیار: د دې ډول ښوونځو د فعالیت مخه باید ونیول شي.
مسلمیار: د دې ډول ښوونځو د فعالیت مخه باید ونیول شي.

نوموړي زیاته کړه:

"د مشرانو جرګې لوړو زده‌کړو او پوهنې کمېسیون باید په دې برخه کې جدي اقدام وکړي، واقعاً موږ ته د شرم ځای دی چې زموږ ماشومانو ته د بل هېواد درس ورکول کېږي، دا باید جدي تعقیب شي او عاملینو ته‌یې د قانون په چوکاټ کې سزا ورکړل شي او پوهنې وزارت مکلف دی چې دا موضوع جدي ونیسي او په اړه‌یې څېړنه وکړي."

دا خبرې وروسته له هغې کېږي چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې داسې عکسونه خپاره شول چې په کابل ښار کې یو شمېر خصوصي ښوونځي افغان زده‌کوونکو ته د پاکستان تعلیمي نصاب تدریسوي.

سناتوره انارکلي هنریار بیا د یو شمېر ښوونځيو له‌خوا دغه اقدام د پاکستان په ګټه د ذهنیت جوړولو یوه هڅه بولي.

هنریار: دا یو ډول ذهنیت جوړول دي.
هنریار: دا یو ډول ذهنیت جوړول دي.

نوموړې زیاته کړه:

"هغه کتابونه چې د پاکستان نصاب باندې په یو شمېر ښوونځيو کې تدریس کېږي د ماشومانو لپاره ناوړه پایلې لري دا یو ډول ذهنیت ورکول دي او باید د دې مخه ونیول شي."

خو د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي بیا په دې برخه کې خپاره شوي راپورونه ناسم ګڼي.

د پوهنې وزارت بیا دا ډول څرګندونې ناسمې بولي.
د پوهنې وزارت بیا دا ډول څرګندونې ناسمې بولي.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار ګل اغا احمدي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"موږ دا موضوع ردوو او دا هم وایو چې په دې برخه کې ځيني تبلیغات کېږي چې هغه اصلاً حقیقت نه‌لري او د پوهنې وزارت په هغه صورت کې اقدام کوي چې په دې برخه کې بشپړ معلومات وي او موږ داسې هېڅ ښوونځي ته اجازه نه‌ورکوو چې دوی د پوهنې وزارت سره رسمي راجسټر وي او د افغانستان نصاب تدریس نه‌کړي."

د افغانستان د پوهنې وزارت همدارنګه ډاډ ورکوي چې د دوی نظارتي ټيم به په دې برخه کې کار وکړي او که چېرې داسې ښوونځي پیدا کړي نو له قانون سره سم چلند به ورسره وشي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG