د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

دراني: افغانستان کې ۱۹ فیصده خلک په کورونو کې تشنابونه نه‎لري


د افغانستان د کلیو پراختیا وزارت وايي، د اړوندو وزارتونو او ځینو بهرنیو مؤسسو په همکارۍ غواړي داسې پلان جوړ کړي چې تر ۲۰۲۵ میلادي کاله پورې د روغتیا ساتنې برخه کې شته ستونزې له‎منځه یوسي.

دا خبره د کلیو پراختیا وزیر نصیر احمد دُراني د سې شنبې په ورځ کابل کې د روغتیا ساتنې په لومړي درې ورځني کنفرانس کې وکړه.

د کلیو د پراختیا وزیر نصیر احمد دُراني
د کلیو د پراختیا وزیر نصیر احمد دُراني

ښاغلي دُراني زیاته کړه:

"نن د درې اساسي هدفونو لپاره راټول شوي یو چې تر ۲۰۲۵ میلادي کال پورې د تشنابونو د نشتوالي د ورکولو لپاره ګډ لیدلوری رامنځته کړو، د بشپړې روغتیا ساتنې لپاره افغاني لارې چارې سره شریکې او د ولسي تړون د پروګرام پر اساس د روغتیا ساتنې د پلانونو د پیاوړتیا لپاره په ګډ پلان کار وکړو."

ده وویل، د یوې سروې له مخې افغانستان کې اوس هم ۱۹ فیصده خلک په کورونو کې تشنابونه نه‎لري او د ضرورت لپاره له کورونو وځي چې دا عمل هوا او چاپېریال ککړوي او د ډول-ډول ناروغیو سبب کېږي.

د دغه وزارت چارواکو دا هم وویل، د شته ستونزې د کمولو لپاره‌يې په وروستیو کلونو کې روانو هڅو مثبتې نتیجې ورکړې دي.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز، روغتیا ساتنه د خلکو او په تېره د ماشومانو لپاره مهمه وبلله.

ده وویل، سره له دې چې د روغتیا ساتنې لپاره هڅې روانې دي خو بیا هم په دې برخه کې یو لړ ستونزې شته چې د یو شمېر وژونکو ناروغیو سبب کېږي.

روغتیا ساتنې لپاره هڅې روانې دي
روغتیا ساتنې لپاره هڅې روانې دي

د ده په خبره اوس هم ۶۱ فیصده خلک لازمې روغتیا ساتنې ته لاسرسی نه‎لري:

"په افغانستان کې د مړینې وروستۍ سروې ښیي چې د ۶.۲ فیصده کوچنیو ماشومانو د مړینې سبب اسهال دی چې د اسهال ستونزه نامناسبې روغتیا ساتنې او ناپاکو اوبو سره تړلې ده."

په کنفرانس کې د جمهور رئیس مېرمن رولا غني وویل، د روغتیا ساتنې مسئله د ټولو افغانانو او په تېره د ماشومانو د سالمې ذهني او جسمي روزنې لپاره مهمه ده او د هېواد ټول خلک باید پاکه هوا او پاکې اوبه د خپلو شخصي ګټو لپاره ونه‎کاروي.

رولا غني: د روغتیا ساتنې مسئله د ماشومانو د سالمې ذهني او جسمي روزنې لپاره مهمه ده.
رولا غني: د روغتیا ساتنې مسئله د ماشومانو د سالمې ذهني او جسمي روزنې لپاره مهمه ده.

په افغانستان کې د یونېسف ادارې استازې مېرمن ادیل خدر وویل، په افغانستان کې د روغتیا ساتنې چارې د یوه ارګان کار نه‎دی بلکې دوی به په دې برخه کې له افغان حکومت سره مرستې وکړي.

اغلې خدر زیاته کړه:

"دا یوه اوږده لاره ده خو باید پیل‌یې کړو، زه پوهېږم چې زموږ شریکان به د افغانستان د دوو وزارتونو په مشرۍ د روغتیا لپاره مرسته وکړي. موږ به په راتلونکي میلادي کال کې په ولسوالیو کې د تشنابونو ستونزه هواره کړو."

خدر: موږ به ولسوالیو کې د تشنابونو ستونزه هواره کړو.
خدر: موږ به ولسوالیو کې د تشنابونو ستونزه هواره کړو.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي په وروستیو کلونو کې د نفوسو زیاتوالی، د هوا ککړتیا، مهاجرتونه، د موټرو او فابریکو زیاتوالی او داسې نور، د ګڼو ناروغیو سبب شوي دي.

افغان چارواکي وايي، د میثاق شهروندي پروګرام چې د جمهور رئیس په حکم پیل شوی، شته ستونزې به د وخت په تېرېدو سره، یوه له بلې پسې له‎منځه یوسي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG