د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۵

اروپايي هېوادونو کې د امنیتي ګواښونو په اړه د امریکا خبرداری


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په اروپايي هېوادونو کې د امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه لري.

د امریکا متحده ایالاتو حکومت خپلو اتباعو ته د نوي کال د رارسېدو په درشل کې د رخصتیو پر مهال په اروپا کې د ترورېستي حملو د لوړ ګواښ خبرداری ورکړی او ورته ویلي یې دي چې د راتلونکي کال د فبرورۍ تر شلمې پورې دې اروپايي هېوادونو ته د سفر په اړه محتاطه واوسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې پرون خپور شوی که څه هم په اروپا کې تر ګواښ لاندې سیمې او دقیقې نېټې نه‌دي په ډاګه شوي، خو له امریکایانو یې غوښتي چې بېداره دې واوسي.

په بیان کې راغلي:

"معتبره معلومات ښيي چې اسلامي دولت ډله یا داعش، القاعده او ورسره تړلې ډلې په اروپا کې په راروانو رخصتیو او نورو اړوندو مناسبتونو کې د ترورېستي حملو پلان لري."

بیان د امریکا په دوو رسمي رخصتیو د نومبر څلورویشتمه د مننې ورځ «Thanksgiving» او د ډېسمبر پنځه ویشتمه د کرسمس د رخصتۍ په ورځ امریکایانو ته تر نورو ورځو د ډېرې پاملرنې سپارښتنه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې افراطیانو تېر کال په بلجیم، فرانسې، جرمني او ترکیه کې خونړۍ حملې کړي او په همدې خاطر په اروپا کې د حملو اندېښنه موجوده ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همداراز زیاته کړې چې:

"امریکايي اتباع باید د رخصتیو په فیسټیوالونو، جشنونو او ازادو بازارونو کې ډېر پام وساتي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت امریکایانو ته خبر ورکړی چې اروپايي هېوادونو ته له تګ راتګ مخکې باید په مطلوبو هېوادونو کې د امریکا د سفارتونو وېب‌پاڼو ته مراجعه وکړي څو له امنیتي خبرداریو با خبره وي.

د سیمه‌ییزو مقاماتو لارښوونې ته پوره پام ساتل، د رسنیو او ځايي معلوماتو تعقیب، لازیاتې امنیتي پلټنې، د بېړني پلان لرل او له کورنیو سره رابطه ساتل هغه مهمې سپارښتنې دي چې امریکایانو ته ورکړل شوي دي.

امریکايي اتباعو ته په داسې حال کې دا امنیتي خبرداری ورکړل شوی چې وړمه ورځ د فرانسې په «ستراسبورګ او مارسي» ښارونو کې د ترورېستي حملو په تور اووه تنه ونیول شول.

تېر کال د نومبر په پنځه ویشتمه د پاریس په «سنت دینس» کې درېیو انتحاري حملو ۱۳۰ کسان ووژل او ۳۶۸ نور هم ټپيان شول.

له هماغه وخته راهیسې فرانسوي چارواکو ۴۱۸ شکمن کسان نیولي دي.

نه‌یوازې پاریس بلکې د اروپا نور ښارونه هم په وروستي یوه کال کې د بېلابېلو ترورېستي حملو شاهدان و چې په‌کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

اروپايي هېوادونو ته د امریکایي اتباعو د سفر په اړه سپارښتنه شوې چې لږ تر لږه د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ تر شلمې پورې دې دا امنیتي خبرداری په بشپړه توګه ومني او عمل پرې وکړي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG