د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

کندهار چارواکي: غورک ولسوالۍ نه‎ده سقوط شوې


د کندهار ولایتي چارواکي وایي، د غورک ولسوالۍ تعمير يې د اوبو د نشت له امله د اوسني موقعيت څخه ۱۲ کېلو متره راشاته کړی خو د دولت وسله‎وال مخالفين بیا ادعا کوي چې غورک ولسوالۍ يې تر درې میاشتنۍ محاصرې وروسته سقوط کړې.

غورک ولسوالۍ ته د هلمند له ګرشکه غځېدلی سړک چې د ځايي خلکو د تګ راتګ یوازنۍ لار ده د تېر یو کال راهیسې په ماینونو پوښل شوې چې له امله‌يې دغې ولسوالۍ ته د خوراکي او نورو اړینو موادو انتقال ستونزمن شوی دی.

تېره ورځ د وسله‎والو طالبانو ویاند قاري يوسف احمدي ادعا وکړه چې تر درې میاشتنۍ محاصرې وروسته‌يې غورک ولسوالۍ د امنيتي ځواکونو څخه په بشپړه توګه نیولې او اوس د دوی تر کنټرول لاندې ده.

وسله‎وال وایي، په ياده موده کې يې تر ۲۰۰ زياتو امنيتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اړولې.

خو د کندهار د امنيې قوماندانۍ چارواکي وایي، د غورک ولسوالۍ يې پرون غرمه له خپل مخکني موقعيته ۱۲ کېلو متره لیرې د هجران کارېز سیمې ته انتقال کړې او تر دې وروسته به هلته فعاليت کوي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ د پوليسو ویاند ضيا دُراني ازادي راډيو ته وویل چې دا پرېکړه‌يې د اوبو د نشت او ولسوالۍ ته د خلکو ستونزو ته د رسيدګۍ په خاطر کړې.

دُراني د ولسوالۍ د سقوط اوازه ردوي او وايي چې د ولسوالۍ د انتقال تصميم‌يې د ولایتي مسئولينو سره په ګډه نیولی.

ښاغلی دراني زیاتوي:

"د خلکو د ستونزو د اسانتیاوو په خاطر او زموږ د سرتېرو د اوبو د مشکلاتو په خاطر مو د ولسوالۍ موقعیت ته تغییر ورکړی د سقوط اوازې يي په کلکه ردوم."

تر دې مخکې هم د کندهار يو شمېر ولسوالۍ له خپل اصلي موقعيتونو څخه نورو سيمو ته انتقال شوي.

چارواکي وایي، ډېر کله هغه سیمې چې د ولسوالۍ اصلي مرکزونه ورڅخه انتقالېږي وسله‎وال‌يې خپل لاسته راوړنه بولي خو دا کار حکومت د دولتي خدماتو څخه د ولسي اړتیاوو د پوره کولو په هدف ترسره کوي.

غورک ولسوالۍ د کندهار ښار په ۱۸۰ کېلو مترۍ کې پرته ده چې له شمالي هلمند او د ارزګان ولایت له جنوب سره سرحد لري.

دا ولسوالي پنځه کاله د دولت د وسله‎والو مخالفینو په ولکه کې وه او په تېرو درې کلونو کې چې د افغان ځواکونو لاسته ورغلې د وسله‎والو طالبانو له سختو تهدیدونو سره مخامخ وه.

راپور: محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG