د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۷

حلیم فدايي: د ښځو په اړه باید تصور اسلامي او بشري کړو


د لوګر ولایت چارواکي وايي چې تر اوسه هم زموږ په ټولنه کې د ښځو په اړه تصور دودیز او قبیلوي دی او له همدې کبله ښځې د ټولنیزو ناخوالو قرباني دي.

د دوشنبې په ورځ د لوګر والي حلیم فدايي، د جندر په نوم د هغه دوه ورځني ورکشاپ په پای کې چې د خواوشا اویا ښځو په ګډون جوړ شوی وو، ازادي راډیو ته وویل چې د ټولنې مخور قشر په ځانګړي ډول دیني علماء باید د ټولنې په چارو کې د ښځو د ګډون د اړتیا او ارزښت په باب خلکو ته پوهاوی ورکړي.

د لوګر والي حلیم فدايي زیاته کړه:

"اول باید د ښځو په اړه زموږ تصور دیني او اسلامي شي، زموږ تصور د ښځو په اړه ډېر دودیز او قبیلوي دی، د دې خلا د ډکولو لپاره دیني علماء او همدرانګه زموږ هغه کسان چې په فقه، تفسیر او حدیث کې لاسرسۍ لري، ولس ته دا روښانه کړي چې ښځه هم کولای شي د ټولنې او ځان لپاره کافي او لازمه ونډه واخلي."

د لوګر د ولایتي شورا غړی محمد نصیر غیرت هم وايي چې ښځو ته دې د تعلیم حق ورکړل شي، څو هغوی وکولای شي، د خپلو خوېندو خدمت وکړي:

"که موږ ښځو ته د تعلیم حقوق ورنه‎کړو، زما خور، مور او لور به بیا په شفاخانه کې نارینه وو ته ورځي، نارینه د نارینه وو په رنځ باندې پوهېږي او ښځینه د ښځینه وو په رنځونو باندې پوهېږي، موږ باید ښځینه ډاکټرې او ښځینه استادانې ولرو."

د جندر د ورکشاپ یوه تنه ګډونواله مرضیه په لوګر کې د ښځو ځینې ستونزې او غوښتنې داسې ښيي:

"په‎دې ورکشاپ کې د ښځو یوه غوښتنه دا وه چې باید د ښځو تحصیلات لوړ شي چې متأسفانه دلته مو امکانات ډېر کم دي، بل د صحت په برخه کې دي چې کمبود دې امبولانس، نرسانو او قابله‎ګانو دی، همدارنګه دوی ټرینینګ سنټر نه‎لري، د امنیت په برخه کې مشکلات وو او همداسې نور مشکلات."

زهره احمدزۍ وايي چې په یاد ولایت کې ځینې امنیتي ستونزې او کلتوري محدودیتونه د دې لامل کېږي چې د ښځو بنیادي حقوق تر پښو لاندې شي:

"دلته موږ څه امنیتي او فرهنګي مشکلات لرو، له همدې کبله ډیری وختونه د دوی هغه حقونه چې دي لکه دوی باید راووځي کار وکړي او په خپلو پښو باندې ودرېږي، اکثره وختونه د دوی حقوق تر پښو لاندې کېږي."

دا چې له ورکشاپه د ګډونوالو برداشت څه وو او کوم څه يې زده‎کړل د سپیڅلې په نوم یوه ګډونواله وايي:

"هغه څه چې ما په‎دې ورکشاپ کې زده‎کړه، یو دا وو چې د جندر کلمه او مفهوم زموږ ټولنې ته اوس نه‎دی راغلی، بلکې دا د اسلام د دین له اوایلو څخه وو، د اسلام دین تر ټولو ښه دین دی چې ښځو ته يې حقوق په پام کې نیولي دي، په پای کې له رئيس صایبانو تعهد واخېستل شو چې دوی به په خپلو اداراتو کې مساوات مراعتوي."

د لوګر یو تن قومي مشر فرهاد اکبري وايي چې اوس په ټولنه کې د ښځو په اړه تصور کې مثبت بدلون راغلی او په ټولنیزو مسئلو کې د ښځو ونډه په ډېرېدو ده، دی زیاتوي اوس ډیری خلک خپلو خویندو او لوڼو ته یوه اندازه شرعي او قانوني حقوق ورکوي او د تعلیم شرایط يې هم ښه شوي دي.

نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG