د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

قیصاري: له پوځي الوتکو د شخصي استفاده کوونکو نومونه باید افشا شي


د ولسي جرګې یو شمېر غړي او پوځي کارپوهان وايي، له پوځي الوتکو شخصي استفاده ملي خیانت دی او هر څوک چې دا کار کوي باید نومونه‌یې افشا شي.

که څه هم له دولتي امکاناتو شخصي استفاده کومه نوې خبره نه‌ده، خو د هوايي ځواکونو عمومي قوماندان دې ادعا چې ګواکې ځیني دولتي مسؤلین او سوداګر له پوځي الوتکو شخصي استفاده کوي تازه اندېښنې پیدا کړي دي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي او پوځي کارپوهان وايي، پوځي الوتکې په خپله د هوايي ځواک اړتیا نه‌شي پوره کولای نو شخصي استفاده ترې ملي خیانت دی او که مخه‌یې ونه‌نیول شي خورا بدې پایلې به له ځان سره ولري.

د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون غړی فتح‌الله قیصاري تر یوه بریده د ملامتۍ ګوته په خپله د هوايي ځواکونو عمومي قوماندان ته هم نیسي چې په خبره‌یې د شکایت پر ځای باید له نظامي الوتکو د استفاده کوونکو کسانو مخنیوی او نومونه‌یې افشا کړي.

قیصاري: د الوتکو شخصي استفاده به بدې پایلې ولري.
قیصاري: د الوتکو شخصي استفاده به بدې پایلې ولري.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ یې خبره تائیدوو، خو یوه هیله ترې کوو هغه دا ده چې د هغو کسانو چې ناوړه استفاده کوي نومونه دې واخلي که د شکایت پر ځای یې په مېړانې نومونه اخیستې وای دا به بهتره وه."

تازه د هوايي ځواکونو عمومي قوماندان عبدالوهاب وردګ له یوې خصوصي راډیو سره په مرکه کې ادعا کړې چې یو شمېر دولتي مسؤلین او ځیني سوداګر له پوځي الوتکو شخصي استفاده کوي.

وردګ: یو شمېر چارواکي او سوداګر له الوتکو شخصي استفاده کوي.
وردګ: یو شمېر چارواکي او سوداګر له الوتکو شخصي استفاده کوي.

ښاغلي وردګ که څه هم د دغو کسانو نومونه نه‌دي افشا کړي، خو دا یې ویلي چې دغه کسان له هوايي ځواکونو سره د مرستې پر ځای ډېری سفرونه د پوځي الوتکو په وسیله کوي.

دغه‌راز د افغانستان دفاع او کورنیو چارو وزارتونه دغه ننګونې تائید کړي او وايي چې د مخنیوي لپاره‌یې هڅې روانې دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال د نړیوالو له مرستو سره سره د ملي دفاع وزارت شاوخوا ۱۰۰ ډول ډول الوتکې لري چې په ورځنیو چارو کې ترې عملاً استفاده کېږي.

د هوايي ځواکونو د برخې کارپوه یوسف امین ځاځی بیا وايي چې له نظامي الوتکو شخصي استفاده نېغ په نېغه په جګړې منفي اغېز کوي.

د ښاغلي ځاځي په خبره په اوسنیو حساسو جنګي شرایطو کې له ټولو او په خاصه توګه له پوځي الوتکو شخصي استفاده ملي خیانت دی.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان شرایط جنګي دي چې هره شېبه او لحظه دغو ځواکونو ته اړتیا لیدل کېږي، خو له دوی څخه شخصي استفاده خورا خرابې پایلې لري او دا خیانت او واقعاً یو ملي خیانت دی."

د ولسي جرګې یوه بله غړې حبیبه دانش وايي، افغانستان غرنی هېواد دی او افغان ځواکونه د ځمکنۍ بشپړتیا لپاره تر هر څه زیاد هوايي ځواک او په خاصه توګه پوځي الوتکو ته ډېره اړتیا لري نو د دې مسئلې اهمیت ته په کتو باید د دفاع وزارت له پوځي الوتکو د زورواکو او نورو د استفادې لاسونه لنډ کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG