د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۲

روغتیا وزارت: کابل کې چاودنې له امله له ۳۰ ډېر جسدونه راوړل شوي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې د کابل د ۶مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د نن غرمې له انتحاري حملې ورته له ۳۰ ډېر جسدونه او ۸۵ ټپیان وروړل شوې دي.

د دغه وزارت ویاند اسماعیل کاووسي شېبه مخکې ازادي راډيو ته وویل چې ټپیان د کابل بېلابېلو روغتونونو ته انتقال شوي دي.

بل‌خوا د کابل د امنیه قوماندانۍ د جنایي څېړنو مشر فریدون عبیدي په سیمه کې خبریالانو ته وویل چې دغې حملې ۲۷ کسان وژلي او ۳۵ نور ټپیان کړي دي.

خو عیني شاهدانو بیا د پېښې په ځای کې د ازادي راډیو خبریال ته تر یادې شمېرې د ډېرو وژل شویو او ټپیانو په اړه ویلي دي.

دوی وایي چې دا انتحاري حمله د باقرالعلوم مدرسې دننه شوې چې یو لړ مذهبي مراسم په‌کې روان وو.

خو تر اوسه کومې ډلې د دې حملې مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخیستی.

پخواني:

امنیتي چارواکي وایي چې د کابل د ۶مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د نن غرمې درنې چاودنې ۲۷ کسان وژلي او ۳۵ نور ټپیان کړي دي.

د امنیې قومندانۍ د جنایي څېړنو مشر فریدون عبیدي په سېمه کې خبریالانو ته وویل چې وژل شوي او ټپیان ټول ملکي وګړي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند اسماعیل کاوسي ازادي راډيو ته په دې اړه وویل چې د کابل ښار له وروستۍ چاودنې ورته نږدې ۱۰ جسدونه او ۴۵ ټپیان ور وړل شوي دي.

خو عیني شاهدانو بیا د پېښې په ځای کې د ازادي راډیو خبریال ته تر یادې شمېرې د ډېرو وژل شویو او ټبیانو په اړه ویلي دي.

دوی وایي چې دا چاودنه د باقرالعلوم مدرسې دننه شوې چې یو لړ مذهبي مراسم په کې روان وو.

خو تر اوسه کومې ډلې د دې حملې مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی.

پخواني:

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیقي صديقي ازادي راډیو ته وویل چې نن غرمه مهال د کابل د ۶مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یوه چاودنه شوې.

عیني شاهدانو ازادي راډیو ته وویل چې دا چاودنه د باقرالعلوم جومات او فرهنګي مؤسسې دننه شوې چې د اهل تشیع یو لړ مذهبي مراسم په‌کې روان وو.

د کابل امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو رئیس فریدون عبیدي ازادي راډیو ته وویل چې په دې پېښه کې ۲۷ تنه وژل شوي او ۳۵ تنه ټپیان دي.

خو یوې امنیتي سرچینې ازادي راډیو ته د نوم نه‌ښودلو په شرط ویلي چې دا یوه انتحاري حمله وه.

تر اوسه کومې ډلې د دې حملې مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG