د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۱

واشنګټن پوسټ: افغانانو د زلمي خلیلزاد لپاره غوغا راپورته کړې


واشنګټن پوسټ ورځپاڼه، افغانانو د زلمي خلیلزاد لپاره غوغا راپورته کړې چې د ټرمپ په اداره کې شامل شي، تر سرلیک لاندې په یوه مطلب کې لیکي:

تقریباً هره ورځ افغانستان ټایمز په خپله لومړۍ پاڼه کې د زلمي خلیلزاد چې په افغانستان کې زیږیدلی او په دې هېواد، عراق او ملګرو ملتونو کې یې د متحدو ایالتونو د سفیر په توګه دنده ترسره کړې، له یوه وتلي عکس سره د هغه خاطرې چاپوي.

واشنګټن پوسټ لیکي:

په۲۰۰۱میلادي کال د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدو وروسته د یوه امریکایي چارواکي په توګه د افغانستان په سیاستونو کې د هغه د رول ډراماټیک اړخونه بېلابېل ارزول کېږي.

د واشنګټن پوسټ په لیکنه د متحدو ایالتونو د دفاع پخواني وزیر ډونالډ رامز فېلډ یو له هغو کسانو و چې خلیلزاد ته یې په ډاګه ویلي و چې له بایسکل ځغلولو لاس واخلي او افغانان پریږدي چې خپلې چارې په خپله سمبالې کړي.

خو د ورځپاڼې په وینا خلیلزاد چې دغې خبرې په غُصه کړی و رامزفېلډ ته یې ویلي و چې هلته بایسکل نشته.

واشنګټن پوسټ لیکي:

پلازمینه کابل کې هېڅ څوک دې ته اړتیا نه‎لري چې د ۶۵ کلن افغاني‎الاصله خلیلزاد په اړه چې کله واشنګټن نوموړی په ۲۰۰۳ میلادي کال کې د افغانستان لپاره استازی وټاکه په دې پوه شي چې د دې هېواد په سیاست کې یې څه رول ولوباوه.

د ورځپاڼې په وینا خلیلزاد چې د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدو وروسته یې د نوي ملکي حکومت د جوړولو لپاره ډېر پلانونه درلودل چې د عملي کولو لپاره یې په خپله مټې رانغاړلې وې.

واشنګټن پوست وړاندې لیکي:

د هغه دوه کلنه دوره لانجمنه ځکه وه چې په ښکاره یې د افغانستان په چارو کې مداخله کوله او هم یې ولسمشرحامد کرزی اړ کړی و چې د طالبانو ضد جهادي ډلې سره راټولې کړي.

د ورځپاڼې په وینا دا هغه میراث دی چې تر اوسه یې د افغانستان سیاسي ثبات له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

د واشنګټن پوسټ په وینا د دغې پروسې په نتیجه کې هغه ته د یوه امریکایي نایب‎السطلنه په سترګه کتل کېږي.

واشنګټن پوسټ وړاندې لیکي، اوس چې د ټرمپ په راتلونکې اداره کې د بهرنیو چارو وزارت ته د کاندید یا هم ښایې د بهرني سیاست د یوه سلاکارپه توګه د خلیلزاد نوم اخېستل کېږي، ډېرافغانان داسې انګېري چې افغانستان ته به بیا د واشنګټن د نوې ادارې چې اټکل یې ګران دی، ډېر پام واړول شي.

سټارډیموکراټ:

سټارډیموکراټ خپرونه په افغانستان کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکې په برید کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د یوه قومندان د وژل کېدو په اړه لیکي، ملا بزرګ له خپلو اوو سخت دریځو ملګرو سره د تیرې جمعې په ورځ د افغانستان په ختیځ کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې ووژل شو.

د هغه د وژل کېدوخبرد افغانستان د دفاع وزارت هم تائید کړی دی.

د خپرونې په وینا داعش چې فعالیت یې په لومړي سر کې د ننګرهار په څلورو ولسوالیو پورې محدود و، ورو- ورو یې د خپل فعالیت لمنه نورو ولایتونو ته هم غزولې چې په دې توګه یې پر افغان امنیتي ځواکونو فشارونه نورهم زیات کړي دي.

XS
SM
MD
LG