د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

پېښور کې د افغان کډوالو محصلینو ستونزې وڅېړل شوې


په پېښور کې د افغان کډوالو اتشې د محصلینو د نړېوالې ورځې په مناسبت په خېبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو محصلینو لمانځغونډه ترسره کړه.

دغه لمانځغونډه چې د شنبې په ورځ په پېښور کې د افغان کډوالو د اتشې د دفتر په ودانۍ کې ترسره شوه، د خېبر پښتونخوا د بېلابېلو پوهنتونونو افغان محصلینو، د پېښور پوهنتون استادانو، ګڼ شمېر لیکوالو او شاعرانو او مدني فعالانو په‎کې ګډون کړی و.

دا لومړی ځل دی چې په خېبر پښتونخوا کې د کډوالو د اتشې دفتر په نوښت د افغان کډوالو محصلینو لمانځغونډه لمانځل کېږي او ګډونوال يې په‎خپلو ویناوو کې په دې صوبې کې د کډوالو محصلینو پر ستونزو او لاسته راوړنو خبرې کوي.

په پېښور کې د افغان کډوالو د اتشې رئیس عبدالحمید جلیلي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې د دغې لمانځغونډې ضرورت او مقصد څه وو.

ښاغلي جلیلي وویل:

"د دې خاطره چې په پردیسۍ او مهاجرت کې د خپلو مهاجرو محصلینو یادونه یو معنوي او یو معنوي ویاړ ورکړي هغوی ته، نو ځکه مو دا ورځ ولمانځله. همدارانګه د هغوی مشکلاتو ته د رسیدګۍ په ارتباط باندې مو هغه اړوندې ادارې چې د محصلینو لپاره کار کوي، هغوی مو راغوښتې وې، څو له یوې خوا د محصلینو ورځ ولمانځو او د هغوی مشکلاتو ته رسېدګي وکړو."

نوموړي همدا شان دغې غونډې ته د وینا پر مهال د کډوالو محصلینو ستونزې وڅېړلې او ژمنه يې وکړه چې دغه ستونزې به له اړوندو چارواکو سره شریکې او د حل‎لارې چارې به یې ولټوي.

د یادې غونډې یو ګډون‎وال د پېښور پوهنتون د نړېوالو اړیکو محصل رحیم جان رحیم خوښ ښکارېده چې په غونډه کې د افغان محصلینو د بېلا بېلو ستونزو په اړه خبرې وشوې او اړوند چارواکو ته یې غږ ورسېد.

نوموړي له ازادي راډیو سره په خبرو کې هیله وښوده چې په پاکستان کې به افغان سفارت او نورې اړوندې ادارې د دوی ستونزو ته پام واړوي او مرسته به یې وکړي.

نوموړی وايي:

"مشکلاتو په باره کې خبرې وشوې. موږ هیله لرو چې په راتلونکي کې د قونسلګرۍ او سفارت همکاري موږ سره وي، نو دا مشکلات به حلېږي او که موږ ته پاملرنه ونه‎شي، دا مشکلات به بیا-بیا تکرارېږي."

له بلې خوا بیا پېښور مېشتی افغان لیکوال او مدني فعال انجنیر نذیر احمد مختار د افغان کډوالو محصلینو د لمانغونډې په ترڅ کې د کډوالو د اتشې هڅې وستایلې په راتلونکي کې یې د ورته نورو غونډو هیله هم څرګنده کړه.

دی وايي:

"په دې اړه باید زه دومره ووایم چې دا یو ډېر ښه اقدام دی او که هر کال د افغان محصلینو لپاره داسې غونډې ونیول شي، نو د دوی زړونه به کم از کم پورته شي او دوی به داسې وګڼي چې په پېښور کې د دوی څوک شته."

د یادونې وړده چې په دغه غونډې کې د خېبرپښتونخوا ګڼ شمېر شاعرانو هم ګډون کړی او د ویناوالو ترڅنګ دغو شاعرانو د غونډې ګډونوالو ته غزلې هم واورولې.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG