د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۴

د ناامنیو او وسله‌والو غلاو زیاتېدو په اړه د کندز ښاریانو اندېښنې


د کندز ولایت یوشمېر اوسېدونکي په دې ولایت کې د نا امنیو او د وسله‌والو غلاو له زیاتېدو څخه شکایت کوي او وايي، د دې ولایت سیمه ییز چارواکي د امنیت په راوستلو کې پاتې راغلي دي.

دوی د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دې وروستیو کې د نا امنیو لمن کندز ښار ته رارسېدلې چې له کبله یې خلک ډېر اندېښمن کړي دي.

د کندز اوسېدونکي وايي، اوس‎مهال خلک له کندز ښار څخه ولسوالیو ته په ډاډه زړه تګ را تګ نشي کولای ځکه له مرکز څخه ولسوالیو ته د لارو په اږودو کې وسله‎وال مخالفان شتون لري.

څو تنو کندز ښاریانو په دې اړه وویل:

"امنیتي وضعیت یوځل بیا مخ په خرابېدو دی، په ځانګړې ډول په داخل د ښار کې د غلو کچه ډېره شوې همدارنګه د تروریستانو کچه زیاته شوې چې ټولو خلکو ته یې ستونزې جوړي کړي او خلک له دې امله ‌ډېر په اندېښنه کې دي."

"زموږ په کندز ولایت کې ډېر سختې ناامنې روانې دي جنګ د کندز ښار دروازو ته راغلی همدارنګه وسله‌واله غلاوي او قتلونه هم زیاته شوي دي، وجه یې داده چې ماموریت او مدیریت په کې نشته د نه ماموریت او نه مدیریت له امله دغه شخړې په کې روانې دي."

په ورته وخت کې د کندز د ولايتي شورا رئیس امرالدین ولي هم د خلکو خبرې تاییدوي او د کندز له سیمه‌ییز چارواکو څخه غواړي چې د امنیت د ټينګښت په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي، څو د خلکو اندېښنې او ستونزې رفع شي.

ولي:د کندز چارواکو د طالبانو پر وړاندې اقدام نه دی کړی.
ولي:د کندز چارواکو د طالبانو پر وړاندې اقدام نه دی کړی.

نومومړي زیاته کړه:

"د کندز سیمه‌ییزو چارواکو د طالبانو پر وړاندې هیڅ کوم اقدام نه دی کړی، طالبان یوازې له ښار څخه وتلي، خو همدا اوس د ښار په نږدې څنډو کې شتون لري او خلک د خپل راتلونکي په اړه ډېر اندېښمن دي."

بل‌خوا د کندز والي اسدالله عمرخېل د دې ولایت اوسېدونکوته ډاډه ورکوي چې افغان امنیتي ځواکونه شپه او ورځ د ټولنې په خدمت کې دي او هېڅ چاته دا اجازه نه ورکوي چې د خلکو پر وړاندې ستونزې او ننګونې جوړي کړي.

عمرخېل: مخالفین په کندز کې هیڅ هم کولای نشي.
عمرخېل: مخالفین په کندز کې هیڅ هم کولای نشي.

نوموړي زیاته کړه:

"دښمن په کندز کې هیڅ هم کولای نشي او کندز به د هغوی په ګورستان تبدیل کړو او زه خلکو ته ډاډ ورکوم چې د خپل کار و بار ته ادامه ورکړي، موږ او امنیتي ځواکونه د خلکو په خدمت کې یو او هیڅ څوک هم د خلکو پر وړاندې ستونزې نشي جوړولی."

د یادولو وړده چې د دې ولایت اوسېدونکي وايي، سره له دې چې اوس‌مهال د کندز ښار شااوخوا څنډې د وسله‌والو مخالفینو په کنټرول کې دي، خو په دې وروستیو کې د ښار دننه د خپلسره وسله‌والو شتون هم زیات شوي دي او له کبله یې په ښار کې د وسله‌واله غلاو او د قتلونو کچه هم لوړه شوي ده.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG