د خوست ولایت د ترېزیو ولسوالۍ مشران او حکومتي مسؤلین وايي چې په تېره نېږدې یوه نیمه لسیزه کې د چارواکو لهخوا د یادې ولسوالۍ بیارغونې او د خلکو د مهمو اړتیاوو حل کولو ته پاملرنه نهده شوې.
د ترېزیو او علیشیرو مشرانو زیاتوله، که خلکو ته په خپلو سیمو کې کار او روزګار پیدا شي او هلته د بیارغونې کارونه پیل شي، نو هېڅڅوک به هم د نظام پر وړاندې وسلهوال مخالفت ونهکړي.
دوی یادې غوښتنې د چهارشنبې په ورځ د ترېزیو او علیشیرو ولسوالۍ په انګړ کې د افغان حکومت چارواکو او د قومونو پیوستون شورا په چوکاټ کې د قومي مخورو ورغلې جرګې ته وکړې.
ځايي قومي مشر جان خان
ځايي قومي مشر جان خان د سیمهوالو غوښتنې په دې توګه وړاندې کړې:
"د دې غوندې پر نفوسه او ستراتيژيکه ولسوالۍ په ټول افغانستان کې نهشته، که دا اوله درجه ولسوالۍ شي، یو به مو پرسونل زیات شي او بل به دې ته خپل فنډ او امکانات ورکړل شي، زموږ پُر امنه ولسوالۍ ده، خلکو ته پروژې راوړئ، تر څو کار وکړي، بیا به یو مسلح طالب پیدا نهکړئ، په دې شرط چې کار ورته پیدا شي، نه به څوک ټوپک راواخلي او نه به ورته زړه ښه کړي، خو متأسفانه کار نهشته."
حاجي حبیب شاه خان وايي، په یاده ولسوالۍ کې د اوبو داسې سرچینې شته چې ګټهيې ډېرو سیمو ته رسېدای شي، خو دوی ته پاملرنه نهده شوې او د بیارغونې پروژې هم نهدي ورکړل شوي.
د خوست قومي مشران
دی وايي:
"سړکونه مو په رښتیا هم ویجاړ دي، مؤسسې نهراځي ځکه چې سرحدي منطقه ده، خلک مو غریب دي، څه نهلري، زه په خپله انجینیر یم، د خوست څومره اوبه چې راځي، دلته د تور اوبو په تور کاڼي کې یوځای کېږي، که امکاناتيې ماته راکړي، زه به دومره برېښنا جوړه کړم چې خوست خو لاڅه چې ګردیز ته به هم ورسېږي، خو موږ ته چا کار نهدی کړی."
د ترېزیو او علیشیرو ولسوال محمد یونس ځدراڼ هم د قومي مخورو غوښتنې پر ځای وبللې او ويېویل، د بیارغونې په برخه کې د یادې ولسوالۍ سره دومره بېعدالتي شوې، که د بلې سیمې سره داسې چلند شوی وی، هغوی به نهوی تحمل کړي.
د تریزیو او علیشیرو ولسوال محمدیونس ځدراڼ
ښاغلي ځدراڼ زیاته کړه:
"هغه خام سړکونه چې په دې ولسوالۍ کې دي، که د نورو سیمو خلک داسې ستونزو سره مخامخ شي، نو لاریون به وکړي او لارې به بندې کړي ان ولایتي ادارې سره به بایکاټ وکړي، د دې ډېرې کمې ولسوالۍ چاردېوالۍ لري، په اوړي کې له ګرمۍ نه او په ژمي کې له بارانه بچ دي، نو دا څرنګه ولسوالۍ ده، دا خو د همدې خوست یوه سیمه ده."
په دې ناسته کې د حکومت د اجرائیه ریاست ارشد سلاکار الحاج غازي نواز تڼي هم برخه درلوده او خلکو سرهيې ژمنه وکړه چې د دوی د ستونزې به ځايي ادارې او مرکزي حکومت سره شریکوي.
د اجرائیه ریاست ارشد سلاکار الحاج غازي نواز تڼي
ده د ترېزیو او علیشیرو د اوسېدونکو ځینې ستونزې او غوښتنې داسې وښودې:
"دوی د سړکونو په برخه کې، د کلینیکونو په برخه کې، د معارف په برخه کې د ځینو لارو په اوږدو کې چې خلک پرې زیات تګ او راتګ لري، امنیتي ستونزې شته، خوړونه دي، د بیابان منطقې دي، په دې اړه دوی غوښتنه کوله چې هلته امنیتي پوستې ځای پر ځای شي، نو دا مسئله به زه د امنیتي ارګانونو په شمول د وزیرصیب داخله سره شریکوم، په ټوله کې يې د بیارغونې په برخه کې ستونزې درلودې، موږ به د دوی غوښتنې ولایتي ادارې او مرکزي حکومت ته رسوو."
د یادونې وړ ده، ترېزي او علیشیر د خوست له ګڼ نفوسه سرحدي ولسوالیو څخه ده چې د کورمې او وزیرستان سرهيې نېږدې ۴۵ کېلو متره ګډه پوله ده او د پولې پورې غاړې ته د ګاډو د تګ او راتګ درې پخې او اساسي لارې لري.
کتونکي وايي، که یوازې د ترېزیو او علیشیرو د سیمې د تورکاڼي اوبه مهار شي، نو د خوست ولایت ډېری ځمکې به اوبیزې شي او د خوست له اړتیا زیاته برېښنا به تولید کړي.
د اوبو یاد بند نېږدې څلور لسیزې وړاندې د محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال سروې شوی وو او ځیني مقدماتي کارونه هم پرې پیل شوي وو.
راپور: نجیبالله الوخېل