د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۳

خوست کې د ۱۲ کیلومتره سړک د رغولو کار پیل شو


د چهارشنبې په ورځ د خوست د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د حیدرخېلو د دوسړکه او دلپوریو تر منځ د غځېدلي ۱۲کیلومتره سړک د اساسي ترمیم کار پیل شو.

یاد سړک چې د شپږو میاشتو په موده کې رغول کېږي، د ټولګټو چارو وزارت له پرمختیايي بودجې څخه ورباندې څه باندې ۴۷ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.

د یادې پروژې د کار د پیل په ځای کې د خوست والي مرستیال شیربادشاه ارګوني ازادي راډیو ته وویل چې د حیدرخېلو د دوسړکه او دلپوریو تر منځ پر سړک د خلکو او ګاډو ډېره ګڼه ګوڼه وي او دا چې په دې څو کلونو کې يې ځني برخې تخریب شوي، نو د ځايي ادارې په غوښتنه يې د اساسي رغونې کار پیل کړ.

​د خوست مرستیال والي زیاته کړه:

"دغه سړک د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د اوسیدونکو لپاره حیاتي ارزښت لاره، دوولس کیلو متره سړک دی،چې ترمیمیږي، قیر پرې لوېږي، قیمت د دې سړک ۴۷ میلیونه درې لکه څو افغانۍ ده، په مالي لحاظ د وزارت فواید عامې نه تمویلېږي، ان شاءالله د شپږو میاشتو په موده کې به دا پروژه تطبیقېږي، ولس نظارت ترې کولای شي، موږ هم نظارت ورڅخه کوو، که چېرې روغ سړک وي، زموږ او ستاسو تګ راتګ پرې ژر کېږي او مریضان مو عاجل روغتون ته وړل کېږي."

ځايي خلکو هم د یادې پروژې د کارونو پر پیلېدو خوښي څرګنده کړه او له ځايي ادارې يې وغوښتل چې د پروژې په تطبیق کې د سړک کیفیت او ښه والي ته جدي پاملرنه وکړي.

ځايي قومي مشر حاجي ګل نواز او د ولایتي شورا غړی نورشاه نوراني وايي:

"خپله منطقه او خپل وطن مو دی، خپله خاوره مو ده، له دولت نه اساسي سړک غواړو، داسې دې نه کوي چې په سړک موبلاین واچوي، شګه ورسره ګډه کړي او په دې سړک پوخ کړي، نه سټنډرډ سړک باید پوخ شي.

دغه سړک په دې مهم دی چې مهمه ولسوالۍ ورلاندې ده، دې سره نږدې نادرشاه کوټ او تڼیو ولسوالۍ دي، په دې سړک زرګونه خلک رفت امد لري، کچیرې دا سړک اساسي ترمیم شي، نو د خلکو ستونزې به ورسره حل شي."

​د خوست د ټولګټو چارو رئيس انجنیر مامورشاه وویل چې د دې سړک په شان د یاد ولایت نږدې ټول ۳۶۰ کیلومتره سړکونه اساسي رغونې او ترمیم ته اړتیا لري او کچېرې پاملرنه ورته ونشي، نو د تخریب او زیانمنېدو امکان يې موجود دی.

انجینر مامورشاه وايي:

"له قرارداي مې غوښتنه داده چې اول دې د سړک داغ ګیري ونیسي، وروسته باید فرینکوټ او سپري وکړي، بیا وروسته باید سړک ته یو پوخ ورکړل شي، څرنګه چې په خوست کې ۳۶۰ کیلومتره سړک قریزي شوی دی، موږ غواړو چې دا ټول سړکونه بېرته له سره په اساسي توګه ترمیم شي، که دا سړکونه ترمیم نشي، ددې امکان شته چې ټول په کلي ډول تخریب شي."

بل لوري ته کتونکي په دې باور دي، کچېرې د خوست د سړکونو د ساتنې او مراقبت په خاطر د ګرځنده ټیمونو په واسطه همېشنۍ کتنه او ساتنه ونشي، نو دا سړکونه به تر ډېره ونه پایږي.

دوی وايي، همدا اوس د یاد ولایت په لسګونو ځایونو کې پر سړک اوبه راغلي، لاندینۍ طبقه يې اوبو تشه کړې چې له کبله يې پاخه سړکونه مات او ټیټ شوي دي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG