د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

د لوګر په مرکز کې د اوبو رسونې د شبکې کار پیل شو


د لوګر په مرکز پل علم ښار کې د ۶۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسونې د شبکې کارونه پیل شول، له‎ دې شبکې چې د ښار جوړولو وزارت له پرمختیايي بودجې څخه جوړېږي، د لوګر د مرکز ۱۵ زره کورنیو د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.

د لوګر والي محمد حلیم فدایي تېره ورځ په‎ دې اړه جوړې شوې غونډې ګډونوالو ته وویل، یاده پروژه د پل علم لپاره مهمه او زېر بنایي پروژه ده چې اوسېدونکي به‌يې د څښاک د پاکو اوبو څخه برخمن شي.

حلیم فدایي زیاته کړه، د پل علم ښار لپاره‌يې ۲۵ کلن تفصیلي ښاري پلان جوړ کړی چې سړکونه، فرعي لارې او د یو عصري ښار ضرورتونه په‌کې په پام کې نیول شوي دي.

د لوګر والي د اوبو رسونې د شبکې د لومړنیو کارونو مشخصات داسې وړاندې کړل:

"د اوبو رسونې دا شبکه د ښار جوړونې وزارت له‎خوا جوړېږي چې دا دی په رسمي ډول ودانیزې چارې يې پیل شوې، په‎ دې پروژه کې درې ژورې څاګانې، له څاګانو څخه د اوبو تر ذخیرو پورې ۲،۴ کېلو متره پایپ لاین، د اوبو رسونې د شبکې پر سر درې دفتري خونې، احاطه او د ۱۲۰۰۰ متر مکعب په ظرفیت سره دوه د اوبو لویې زېرمې شاملې دي."

د لوګر د ښار جوړونې رئیس انجینر حمیدالله سنګر وایي، لوګر کې تر اوسه یوه اساسي ستونزه دا ده چې دلته خلک پاکو اوبو ته لاسرسی نه‎لري، ډېر خلک د څښاک لپاره د ویالې اوبه کاروي چې د روغتیايي ستونزو لامل کیږي.

نوموړی زیاتوي:

"د پل علم د ښاریانو یوه لویه غوښتنه دا وه چې باید دوی پاکو اوبو ته لاسرسی ولري چې له نېکه‌مرغه د اوبو رسونې د یادې شوې پروژې په بشپړېدو سره به دا ستونزې هوارې شي، دا لومړی ځل دی چې پل علم کې داسې یوه پروژه پلې کېږي، زموږ هڅه دا ده چې دا ډول مهمې پروژې د لوګر په ولسوالیو کې هم پلې کړو او دا پروژه به د پل علم ښاریانو لپاره په هره برخه کې مهمه ثابته شي."

د پل علم ښاریان هم د یادې پروژې د کار له پیلېدو خوښي څرګندوي او وایي چې په‌ دې سره به د دوی د ژوند یوه مهمه اړتیا چې هغه د پاکو اوبو شتون دی، سرته ورسېږي.

د لوګر یو تن مدني فعال شفیق پوپل وایي، د اوبو رسولو دا شبکه به نه‌یوازې د لوګر زرګونه کورنیو ته پاکې اوبه ورکړي بلکې د دې ځای دولتي ادارې او نور رسمي ځایونه هم د پاکو اوبو برخمن شي.

د لوګر د مرکز پل علم ښار چې د افغانستان د نویو جوړېدونکو ښارونو څخه دی، په‌ دې وروستیو کلونو کې د افغانستان د یو شمېر نورو ښارونو په څېر ورته، د ناامنیو له وېرې د ولسوالیو او اطرافي سیمو زرګونه کورنۍ راکډه شوي چې په‌ دې سره د ښار د وګړو نفوس ډېر شوی او هغوی ته د ښاري خدمتونو د ډېرېدو اړتیا د هرې ورځې په تېرېدو زیاتېږي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG