د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

فراه کې تښتول شوی ماشوم له تښتونکو وژغورل شو


هغه ماشوم چې په فراه کې سړي تښونکو تښتولی و او زړه بوګنونکي ویډیوګانې یې د ټولنیزو رسنیو له لارې خپرې شوې وې، د یرغمل نیونکو له منګولو نن خوشې شو.

تر کابو یوې میاشتې وروسته ۵ کلن نوید د برمته کونکو له منګولو خوشي او خپلې کورنۍ ته تسلیم شو.

نوید د فراه د ښار په شمالي سیمه کې د قلعه فریدون څنګ ته ساتل کېده.

د نوید پر بدن ټپونه له ورایه معلومېږي او وایي چې برمته کونکو هم وهلی او هم یې پوره خواړه نه ورکول.

د هغه بدن ډېر کمزوری شوی او حتی پر پښو نشي درېدلای.

نوید په خپله پسته او نیمه ژبه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دی یې د کور له مخې په یوه موټر کې یوړ او همداشان یې تل ځوروی.

د نوید پلار هم چې د خوشحالۍ اوښکې یې تر سترګو بهېدې وویل چې ډېر خوښ دی چې ماشوم یې بېرته ژوندی خوشي شوی.

عبدالجلیل د دغه ماشوم پلار وايي چې باید هغه کسان چي دا ماشوم یې له ځانه سره وړی وو په اشد مجازات او اعدام محکوم شي.

په همدې حال کي د فراه والي محمد اصف ننګ وایي چې د دې پېښې په اړه د دوی نورې څېړنې هم روانې دي او په دې پېښه کې څو کسان لاس لري.

په دې اړه نورې څېړنې هم روانې دي.
په دې اړه نورې څېړنې هم روانې دي.

د والي په خبره تر اوسه دوه تنه د دې پېښې په تړاو نیول شوي او دوی هڅه کوي چې نور عاملین یې هم ونیسي.

والي وایي، که قانون اجازه ورکړې وای نو همدا نن یې نیول شوي کسان په ښار کې اعدامول، خو دا کار به قضایي ارګانونو ته پرېږدي.

د نوید د خلاصون لپاره د افغان ځواکونو له خوا هغه وخت چټک عملیات پیل شول چې په دې اړه ټولنیزو رسنیو او خلګو ډېر اعتراضونه وکړل.

دا لومړی ځل دی چې په فراه کې یو ماشوم د برمته کوونکو د منګولو څخه ژوندی ژغورل کېږي او خپلې کورنۍ ته سپارل کېږي.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې بیا په یوه بیان کې ویلي چې د نوید د خلاصون لپاره د عملیاتو په جریان کې څلور یرغمل نیونکي نیول شوي دي.

د دغه هلک د کورنۍ غړیو تېره ورځ ازادي راډیو ته ویلي و چې یرغمل نیونکو ورڅخه د ډېرو پیسو غوښتنه کړې چې د دوی په وس پوره نه ده او له ولسمشر څخه یې په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کړې وه.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:33 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG