د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

څېړونکي: د افغانستان ۱۵ کلنه جګړه د نورو مسايلو تر سیوري لاندې راغلې


د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کمپاين پر مهال ويلي وو چې په افغانستان کې به د امریکا لس زره پوځيان پاتې کړي.

خو ټرمپ د ترورېزم پر ضد په افغانستان او منځني ختيځ کې د امريکا پر پوځي لګښتونو هم انتقاد کړی وو.

احمد رشید
احمد رشید

پاکستانی خبريال او لیکوال، احمد رشید وايي، د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل کمپاين پر مهال د افغانستان په اړه دومره څه نه‌دي ويلي چې څوک د ده په پالېسي پوه شي.

دی وايي، دا د کابل لپاره د خوشبینۍ خبره ګڼل کېږي چې د راپورونو له مخې ښايي زلمی خليلزاد د ټرمپ د ادارې له‌خوا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وټاکل شي.

خو څېړونکي وايي چې د افغانستان پنځلس کلنه جګړه د نورو مسايلو تر سیوري لاندې راغلې ده لکه په سوريه او عراق کې اسلامي دولت سخت دريځه ډله، کډوالي، د اقليم بدلون، له روسيې سره د واشنګټن اړيکې، چين او نور ستر قدرتونه.

د کمپاين پر مهال ټرمپ ويلي وو چې په افغانستان کې به تر لس زره پورې امریکايي ځواکونه د پاکستان د اټمي پروګرام له کبله پرېږدي.

ټرمپ ویلي و افغانستان کې به یو شمېر امریکايي پوځيان پرېږدي.
ټرمپ ویلي و افغانستان کې به یو شمېر امریکايي پوځيان پرېږدي.

ده فاکس نیوز ټلوېزيون ته ويلي وو:

"موږ به په افغانستان کې پاتې شو، دا ښايي په منځني ختيځ کې یوازینی ځای دی چېرته چې موږ ښه کړي چې تللي يو ځکه له پاکستان سره سرحد لري چې په اټمي وسلو سمبال دی، نو زه فکر کوم هلته بايد موږ پاتې شو ځکه ډېر انتخاب نه‌لرو."

د سياسي چارو کارپوه پاکستانی ليکوال احمد رشيد وايي، ټرمپ به د طالبانو د ملاتړ په خاطر اسلام‌اباد ته یو شمېر څرګندونې ولري ځکه اوس هم د طالبانو يو شمېر مشران په پاکستان کې اوسي.

په دې وروستیو کې له حقاني شبکې سره د پاکستان احتمالي ملاتړ په امریکا کې د دواړو لويو ګوندونو د غړو انتقادونه راپارولي دي.

احمد رشيد وايي، ټرمپ به له پاکستان سره جدي شي او کېدای شي د اوباما تر ادارې سخت چلند ورسره وکړي.

رشيد وايي، ويل کېږي ټرمپ به له هندوستان سره اړيکې لا پراخې کړي.

په وروستیو کلونو کې د واشنګټن او نوې ډېلي تر منځ اقتصادي او سیاسي اړيکې ډېرې پراخې شوي دي.

تېره اوونۍ، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په افغانستان کې د حقاني شبکې د مشرانو وژل کېدل ښيي چې پر اسلام‌اباد د دې ډلې د ملاتړ تور بې‌ځایه لګول شوی دی.

د پاکستان صدراعظم نواز شريف ټرمپ ته په چټکۍ سره مبارکي وويله.

ده وويل:

"په سیمه کې د تل پاتې سولې، امنيت او ثبات لپاره د دواړو هېوادونو تر منځ ملګرتيا او همکارۍ ته اړتیا ده."

XS
SM
MD
LG