د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۳ تله ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۳

غني د«م.م» بندیزونو لېست کې د ملا هبت الله شاملولو غوښتنه وکړه


افغان ولسمشر د ملګرو ملتونو د بندیزونو په فهرست کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله د شاملولو غوښتنه کړې.

د ملګرو ملتونو د بندیزونو د کمېټې پلاوي پرون په کابل کې د افغان حکومت له نورو جګپوړو چارواکو سره په خبرو کې هم د دې موضوع او هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو له لېست څخه د حزب اسلامي د مشرتابه د نومونو د ایستلو په اړه خبرې کړي.

افغان ولسمشر اشرف غني د ملګرو ملتونو د بندیزونو د کمېټې له پلاوي سره په کتنه کې ویلي چې د دې سازمان د امنیت شورا د بندیزونو په لېست کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله د نوم شاملولو ملاتړ کوي.

جمهوري ریاست په یوه خبرپاڼه کې وايي چې ولسمشر غني پرون د بندیزونو د کمېټې له پلاوي سره په کتنه کې په دې اړه بحث وکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د کمېټې رئیس او په ملګرو ملتونو کې د نیوزیلېنډ دایمي استازي جرارډ- وان بوهمن "Gerard van Bohemen" له ولسمشر غني سره په کتنه کې وویل، دا کمېټه غواړي د وسله والو مخالفینو د بانکي سیسټم په کنټرول کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

ملګروملتونو د بندیزونو د کمیټې رئیس جرارډ- وان بوهمن.
ملګروملتونو د بندیزونو د کمیټې رئیس جرارډ- وان بوهمن.

د جمهوري ریاست خبرپاڼه زیاتوي جرمي اقتصاد چې د مخدره موادو تجارت یې مهمه برخه ده او د کانونو غیر قانوني استخراج د افراطي وسله والو ډلو د عوایدو سرچینې دي او ځکه ولسمشر غني وايي، د کانونو د استخراج قراردادونه یې د ښه مدیریت د رامنځته کېدو تر وخته فسخ کړي دي.

خبرپاڼه د ولسمشر له قوله زیاتوي چې وايي د ځینو هغو هېوادونو په وړاندې چې ترورېستان تجهیزوي او پناه ورکوي باید واضح دریځ ونیول شي.

د ولسمشر اشاره ظاهراً یوځل بیا پاکستان ته وه.
د ولسمشر اشاره ظاهراً یوځل بیا پاکستان ته وه.

د ولسمشر اشاره ظاهراً یوځل بیا پاکستان ته وه.

د ارګ خبرپاڼه د ولسمشر له قوله زیاتوي چې ملګري ملتونه باید ترورېزم ته د منځ مهالي او اوږدمهالي ګواښ په سترګه وګوري.

ولسمشر د ملګرو ملتونو د بندیزونو د کمېټې مشر ته ویلي دي چې حکومت غواړي د امنیت شورا د بندیزونو په لېست کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله او نورو ترورېستانو نومونه شامل شي.

د یادونې وړ ده چې د امنیت شورا د تعزیراتو د کمېټې غړو پرون د بندیزونو له لېست څخه د حزب اسلامي د مشرتابه د ایستلو په برخه کې د ملي امنیت له سلاکار سره په کتنه کې هم د پوره غور او همکاري ډاډ ورکړ.

د ملي امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې وايي، محمد حنیف اتمر د ملګرو ملتونو د بندیزونو د کمېټې له پلاوي څخه غوښتنه وکړه چې د وسله والو مخالفینو هغه مشران د بندیزونو په لېست کې اضافه او شتمنۍ یې کنګل کړي چې د ترورېستي او ورانکارو اعمالو پر دوام باور لري او د سولې خبرو ته نه حاضرېږي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:01 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG