افغان حکومت وايي، د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لیست کې د طالبانو د مشر ملاهبت الله او د دې ډلې د نورو مشرانو د شاملولو ملاتړ کوي.
که دا بندیزونه ولګول شي نو ملګري ملتونه به د طالبانو د تمویل پر سرچینو څارنه کوي.
احمدتکل له افغان کارپوه حکمت الله اعظمي سره په مرکه کې د ملګرو ملتونو د پرمختللي سیسټم په وسیله د طالبانو د وروسته پاتې مالي سیسټم د څار پر امکان بحث کړی.
ښاغلي اعظمي د مرکې په سرکې دې پوښتنې ته ځواب ویلی چې ایا ملګرو ملتونه د دې څار امکانات لري: