د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

د چین «یوه کمربند یوې لارې» پروژه منځنۍ اسیا لپاره څه اهمیت لري؟ 


د چین له خوا د «یوه کمربند یوې لارې» اقتصادي پروژې لوی هدف دا دی چې نړۍ په بېساري ډول د سوداګرۍ له اړخه سره وتړي.

دا کمربند د وچې او اوبو له لارو تېرېږي، اسیا او اروپا سره نښلوي او همداسې افریقا ته هم غځېږي.

دا یوه ستره پروژه ده چې عملي کېدل به یې کلونه وخت ونیسي، خو دغې پروژې له وړاندې د اقتصادي امکاناتو د رامنځته کولو په برخه کې خلک حیران کړي دي.

د چین دا پروژه د منځنۍ اسیا لپاره څه اهمیت لري؟

په منځنۍ اسیا کې د چین د دغه اقتصادي کمر بند د ګټو او تاوانونو د ارزونې په اړه د ازادي اروپا ازادي راډیو یو بحث ترتیب کړی وو چې پر دغو حالاتو بیا کتنه وکړي.

​په دې بحث کې د بریتانیا د ایکستر «Exeter» پوهنتون استاد او د منځنۍ اسیا د چارو متخصص ډیویډ لیویس «David Lewis» او له ژنیف څخه یوې خبریالې او څېړونکي «Orozobekova» چې په اصل کې د قرغزستان ده او یوه ډیپلومات ګډون پکې کړی وو.

د هغو میلیاردونو کسانو څخه چې د چین له یو کمربند یوې لارې پروژې څخه به ډېره ګټه اخلي، پنځه شپیته میلیونه یې د منځنۍ اسیا وګړي دي، خو دا حتمي نه ده چې د چین د دغې پروژې د یوې برخې اوسېدل به د ښې راتلونکي ضمانت وکړي.

د بریتانیا د ایکستر «Exeter» پوهنتون استاد او د منځنۍ اسیا د چارو متخصص ډیویډ لیویس د بحث په سر کې وویل دا چې د یوه تریلیون ډالرو په ارزښت پانګونه به هغو شاوخوا ۴۴ هېوادونو ته رسېږي چې د ځمکې څه باندې نیمایې برخه نفوس پکې ژوند کوي، نو د چین د یوه کمربند یوې لارې پروژې شمېرې واقعاً بې ساري دي.

لیویس زیاتوي دا د چین د ولسمشر شي جین پینګ ابتکار دی چې د چین مشرتابه یې د ترسره کېدو ژمنه کړې ده او دده په خبره په دغه پروژه کې په ځانګړي ډول د منځنۍ اسیا هېوادونو مرستې شاملي دي، نو البته چې د لویس په خبره حکومتونه او لږ ترلږه د منځنۍ اسیا هېوادونه به د دغې لویې پروژې مرستې ته ډېره لېوالتیا لري.

په منځنۍ اسیا کې د دې اقتصادي کمر بند چارې له وړاندې پیل شوي دي.

د بحث وینا والو له قزاقستان څخه د تېلو د پایپ لاین، له ترکمنستان څخه د طبیعي ګازو د پایپ لاین او هم د چین په لوري د سړک د هغې شبکې یادونه وکړه چې له قرغزستان او تاجکستان څخه پیل شوې ده.

د بحث ګډون والو دغه راز وویل چې د دغو پروژو څخه ځیني یې د ۲۰۱۳ کال تر مني دمخه هغه مهال بشپړې شوي چې چین د لومړي ځل لپاره د یوه کمر بند یوې لارې اقتصادي پروژې مسئله راپورته کړه.

«Orozobekova» وروزو بیکوف یادونه وکړه چې په ۲۰۱۳ کال کې د چین او منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو تر منځ سوداګري پنځوس میلیاردو ډالرو ته رسېده په داسې حال کې چې ددغو پنځو هېوادونو او روسیې ترمنځ سوداګري یوازې دېرش میلیارده ډالرو په ارزښت وه.

د دوی ترمنځ سوداګري هغه مهال لا پیاوړې شوه چې د روسیې اقتصاد کمزوری شو چې له دې سره د روسیې د پانګونې قوت محدود شو، خو چین لا هم د خپل اقتصادي کمر بند پروژې د پوره کولو هدف پر مخ یوړ.

د روان کال په فبرورۍ کې له چین څخه لومړنی سوداګریز اورګاډی له قزاقستان او ترکمنستان څخه تېر او تهران ته ورسېد.

دغه راز په تېر سپټمبر کې د چین لومړنی سوداګریز اورګاډی د قزاقستان او ازبکستان څخه تېرشو او افغانستان ته ورسېد.

په پام کې ده د دې اقتصادي لاري هغه برخه چې د منځنۍ اسیا هېوادونو څخه تېرېږي باید د ایران له شمال څخه ترکیې ته ورسېږي او په دې ډول تر لوېدیځ پوري وغځېږي.

په دې توګه د بحث د ګډونوالو په خبره منځنۍ اسیا باید ددغې نوې لارې څخه ډېرې ګټې پورته کړي، داسې چې دغه هېوادونه باید د فارس خلیج او مدیترانې بحیرې ته د لاسرسي په صورت کې نورو هېوادونو ته ډېر توکي صادر او وارد کړي.

بل خوا د چین ددغو پروژو څخه د هغو منفي اثراتو په اړه هم خبرې شوي چې د منځنۍ اسیا ځیني برخې ترې اغېزمنې شوي دي.

د مثال په ډول لویس یادونه وکړه چې له چین څخه منځنۍ اسیا ته د ځینو کډوالو د ورتګ اندېښنه هم شته.

دی وایي ځیني چینایي کمپنۍ غواړي خپل خلک په کار وګماري او کارګر له ځانه سره راولي نو په دې توګه دده په خبره سیمه ییزو اوسېدونکو او متخصصینو ته دندې نه رسېږي.

په دې برخه کې د قزاقستان په لوېدیځو برخو کې د تېلو سیمو، په قرغزستان کې د کانونو د سیمو او همدا راز په تاجکستان او قرغزستان کې د سړک جوړونې چارو ته اشاره شوې چې چینایي کارګر یا په بشپړ ډول او یا له سیمه ییزو کارګرو سره یوځای پکې په کار بوخت شوي دي.

ځیني وختونه ستونزې د هغو اوازو له کبله راپورته کېږي چې ګواکې چینایي کارکوونکو ته ډېر امتیازات رسېږي او حتی کله ناکله داسې ستونزې په جګړو بدلېږي.

دا ستونزه یو بل اړخ هم لري او هغه دا چې کله چینایې کارګر منځنۍ اسیا ته راځي نو د منځنۍ اسیا هېوادونو کارګر عمدتاً د کار لپاره روسیې ته مخه کوي.

پر دې سربېره چاپیریالي اندېښنې یو بل اړخ دی چې په دغو هېوادونو کې د چینایي کمپنیو له کار څخه راپورته کېږي.

د چینایي کمپنیو کار د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې ښه نوم نه لري.

د مثال په توګه په قرغزستان او تاجکستان کې په دې وروستیو کې د سمنټو نوي فابریکې چې د چین لخوا جوړې شوي، د ککړو کارخانو په نوم یادېږي او دا کار کولی شي پر سیمه ییزو اوسېدونکو منفي اغېزې وکړي.

دې ته ورته نورې ستونزې هم په منځنۍ اسیا کې د دغه اقتصادي کمربند په برخه کې شته چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې نور بحثونه هم پرې جوړ شي او په هغو خبرو کې به تر ډېره د دې اقتصادي لاري سره په تړاو پر امنیتي ستونزو تمرکز وشي.

XS
SM
MD
LG